1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: امریکا افغانستان ته ۱۰۰۰ نور سرتیري لېږي

۱۳۹۶ بهمن ۲, دوشنبه

امریکا متحد ایالات ښایي په پسرلي کې ۱۰۰۰ نور عسکر افغانستان ته واستوي. د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼي د یوه رپوټ له مخې د امریکا اردو تمه لري، چې ډیر ژر به په افغانستان کې ۱۵۰۰۰ عسکر ولري.

https://p.dw.com/p/2rHwS
US Soldaten in Afghanistan Archiv 2011
انځور: Reuters

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تیر میلادي کال په اګست میاشتې کې د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړه. له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته چې ۸۴۰۰ عسکرو ته راټیټ شوی، اوس يې یووار بیا شمیر ۱۴۰۰۰ عسکرو ته لوړ شو. پر دې سربیره امريکا د ناټو نورو غړو هیوادونو له لوري افغانستان ته د عسکرو د استولو له پاره کمپاین وکړ او یو شمیر هیوادونو له دې سره موافقه وکړه.

د آلمان د مسیحي اتحاد او سوسیال دیموکراتانو د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو په ازمایښتي خبرو اترو کې په دې توافق کړی چې د آلمان اردو به وکولای شي نور سرتیري افغانستان ته واستوي، چې تر ټولو زیات به د ناټو په روزنیز ماموریت کې چې اصلي دنده یې د افغان ځواکونو روزنه ده، ونډه ولري.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۴م کال په دسمبر کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت تر ختمیدو وروسته په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. د پوځي معلوماتو له مخې طالبان د دغه هیواد پر۱۳ سلنه برخه کنترول لري او یا هلته نفوذ لري او د نوري ۳۰ سلني برخي د نيولو پر سر جنگيږي.

زموږ له آرشیف څخه: