1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلمان ته ډېر کډوال له اروپا څخه ورځي

جنسن جنس۱۳۹۳ بهمن ۱, چهارشنبه

د آلمان د کابینې له خوا یو خپرېدونکی رپوټ ښيي چې په تيرو شلو کلونو کي دومر ډير کډوال دغه هيواد ته نه ول راغلی، لکه په ۲۰۱۳م کال کې. د دغو کډوالو درې پر څلورمه برخه له اروپايي هیوادونو څخه دي.

https://p.dw.com/p/1ENjI
انځور: picture-alliance/dpa/Bernd von Jutrczenka

د آلمان د کډوالو رپوت د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد کابینې ته وړاندي کیږي. په دې رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۳م کال کې ۱،۲۳ میلیونه کډوال آلمان ته کوچیدلي دي. دغه شمیرې د هغه رپوټ د لومړۍ بڼي له مخي خپور شوی دی چې اوس رسنیو ته رسیدلی دی.

دا له ۱۹۹۳م کال راهیسي په یوه کال کې آلمان ته د راغلو کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی. په ۲۰۱۲م کال کې تر یوه میلیون زيات کسان آلمان ته کډه شوي دي.

آلمان ته ډیر کډوال د پولند او رومانیا هيوادونو څخه راغلي دي. په آلمان کې د دغو هيوادونو څخه راغلي کډوال په ټوله ييزه توگه د کډوالو ۷۵ سلنه برخه جوړوي. پر دې سربیره هغه آلمانیان چې له نورو هیوادونو څخه بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي هم د ۲۰۱۳م کال د کډوالو لویه برخه جوړوي.

اوس د آلمان قانون جوړونکي پر دې باندي خبري کوي چې داسي یو قانون رامنځ ته کړي چې له مخې یې مسلکې کسان آلمان ته راشي او له دغه هیواد سره د هغوی لیوالتیا لا زیاته کړي.

د کډوالو، پناه غوښتونکو او کوچیدونکي له پاره د آلمان حکومت استازي ایدن اوزوگوز، له یوه آلمان تلویزیون سره په خبرو کې وویل: «موږ باید په دې خبره ځان ډاډه کړو چې له بېلابېلو هیوادونو څخه لا ډیر کسان آلمان ته د راتگ په اړه فکر وکړي.»

هغه کسان چې غواړي آلمان ته د مسلکي کسانو د راتگ له پاره لاره هواره کړي غواړي چې له دې طریقه به آلمان په راتلونکې کې د خپلې کاري قوې کمښت پوره کړي. که آلمان د دغو کسانو له پاره په زړه پوري شرایط رامنځ ته نه کړي نو دا به د دې سبب شي چې مسلکي کسان د آلمان پر ځای نورو هیوادونو ته کډه شي.

خو هغه کسان چې د دغه شان طرحي له جوړولو سره مخالفت کوي استدلال يې دا دی، چې آلمان باید د نویو کډوالو د جذبولو پر ځای پر هغو کډوالو باندي تمرکز وکړي چې همدا اوس په دغه هيواد کي اوسيږي. دغه ډله وایي چې آلمان باید موجودو کډوالو ته د کار شرایط او زده کړي ورکړي.

په آلمان کې له څو میاشتو راهیسي یو شمیر ډلي په اصطیلاح د اروپا د اسلامي کولو پر ضد مظاهرې کوي. په دغو ډلو کې یوه هم «پگیدا» ده. دا په داسې حال کې ده چې د دغو ډلو پر ضد هم ډیري مظاهرې کیږي او مظاهره کوونکي د کډوالو ملاتړ کوي.

د خپریدونکي رپوټ له مخې دا خبره څرگندیږي، چې آلمان ته تر جنگ ځپلو هيوادونو، د اروپايي هیوادونو ډیر کډوال راځي.