1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رومني د «ستري سه شنبې» ټاکنې وگټلې

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د ولسمشرۍ له پاره د جمهوري غوښتونکو د نوماندټاکلو په سیالیو کې میت رومني، د «ستري سه شنبې» ټاکنې گټلي دي. رومني په دغو ټاکنو کې مطلقه بریا نه ده تر لاسه کړې.

https://p.dw.com/p/14GMH
انځور: AP

میت رامني د اوهایو په ایالت کې د امریکا د ولسمشرۍ له پاره د جمهوري غوښتونکو د نوماند د ټاکلو سیالۍ ګټلي دي. د هغه سیال ریک سنتوروم، هم د سه شنبې ورځي په ټاکنو کې د پام وړ بریا تر له سه کړې ده.

سنتوروم د تنیسي، اوکلهاما او شمالي داکاتا په ایالتونو کې ټاکني وګټلې او رومني د مسي چوستس، السکا، اداهو، ویرمونت او ویرجینیا په ایالاتو کې د ټاکنو ګټونکی شو.

رومنې په بوستن کې خپلو ملاتړکوونکو ته وویل: «زه هغو میلیونونو امریکایانو ته چې کار نه شي موندلای او خپل مصرفونه نه شي پوره کولای یو پیغام لرم او هغه دا چې تاسو ناکامه شوي نه یاستی. تاسو یو ولسمشر لری چې تاسو ئې ناکامه کړي یاستی. خو دا به بدلون ومومي.»

په امریکا کې د سه شنبې ورځي ټاکنو ته د «ستري سه شنبې» یا Super Tuesday نوم ورکړل شوی وو. په دغه ورځ د امریکا په لسو مهمو ایالاتو کې د دغه هیواد د ولسمشرۍ له پاره جمهوري غوښتونکو د نوماندټاکلو سیالۍ وشوې.

د دغو ټاکنو په ترڅ کې د جمهوري غوښتونکو ۴۱۰ استازي مطرح ول. یو نوماند د ۱۱۱۴ استازو ملاتړ ته اړتیا لري چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستي پړاو ته لاره ومومي.

د اوهایو د ایالت د ټاکنو د پایلو اعلان د جمهوري غوښتونکو د نوماندانو له پاره ډیر اهمیت درلود. ځکه چې یوازي دغه ایالت ۶۶ استازي لري. همدا راز په دې ایالت کې بریالیتوب د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې هم ډیر نقش لرلای شي.

د «ستري سه شنبې» له ټاکنو څخه مخکې رومنې له ځان سره د ۲۰۳ استازو ملاتړ درلود. په همدې ډول سنتوروم له ځان سره ۲۹ استازي، گنگریش ۳۳ استازي او رون پاول ۲۵ استازي لري.

رومنې د جمهوري غوښتونکو تر ټولو پیاوړی نوماند بلل کیږي خو دا چې هغه د سه شنبې د ورځو په ټاکنو کې مطلقه بریا تر لاسه نه کړه د جمهوري غوښتونکو د نوماندټاکلو د سیالیو اوږدالي ښيي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم