1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

روسیې په سوریه کې د هوا دفاعي سیستم نصب کړی

۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو په سوریه کې د روسیې له لوري د هوایي دفاعي سیستم نصیبدو پر وړاندې غبرگون ښوولی دی. مسکو پر دې خبره ټینگار کوي چې دغه سیستم هیڅوک نه گواښي خو د پېنتاگون له نظره دغه گام پوښتنې راولاړوي.

https://p.dw.com/p/2QtAj
Russland Raketenabwehrsystem S-300
انځور: picture alliance/dpa/I. Russak

روسیې د سوریې په طرطوس پوځي اډه کې د S-300 ډوله عصري دفاعي توغندیو د سیستم د نصبیدو خبر تائید کړی دی. په مسکو کې تورن جنرال ایگور کوناشینکوف، ویلي دي: «دغه سیستم به د سمندري ځواکونو د اډې او ساحل ته څیرمه د جنگي بیړیو ساتنه وکړي.»

د هغه په خبره دغه سیستم هیچا ته کوم گواښ نه پيښوي او په وینا یې یوازې دفاعي سیستم دی. د کوناشینکوف په خبره روسیې لا تر مخه په سوریه کې S-400 ډوله د دفاعي توغنديو سیستم نصب کړی دی.

خو متحده ایالاتو په دې هکله شک څرگند کړی دی. د پېنتاگون ویاند پېتر کوک، په واشنگټن کې وویل: «نه اسلامي دولت [داعش] او نه هم النصره جبهه، هوایي ځواک لري.»

د هغه په خبره له دې کبله دا پوښتنه راولاړیږي چې د دغه سیستم موخه څه ده. زیاته شوې ده چې متحده ایالات د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد د یوه نړیوال ائتلاف مشري کوي چې د دغې ډلې مورچلې بمباروي.

پر دې سربیره د کریملن ویاند دیمتري پیسکوف، ویلي دي چې د روسیې حکومت په سوریه کې د یوه اوربند له پاره د متحده ایالاتو له لوري د خبرو اترو د درولو له کبله خواشینی دی. خو هغه ویلي دي چې وضعیت دراماتیک نه دی. هغه زیاته کړه چې لا هم د دواړو هیوادونو [روسیې او متحدو ایالاتو] د پوځي استازو ترمنځ ارتباط شته، چې په سوریه کې د ماموریت پر مهال د احتمالي پیښو مخنیوی وشي.

د پیسکوف په خبره د متحدو ایالاتو له لوري د خبرو اترو د قطع کیدو سربیره به روسیه په سوریه کې خپلې بوختیا ته ادامه ورکړي: «طبیعي ده چې د خبرو اترو دریدل به وضعیت پیچلی کړي خو دا په دې معنی نه ده چې موږ به نور د سوریې د پوځ ملاتړ نه کوو.»

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې روسیې لا تیر کال په نومبر میاشتې کې د لاذقیه ښار په پوځي اډه کې S-400 ډوله هوايي دافعي سیستم نصب کړی وو. هغه مهال کریملین ویلي وو چې دغه سیستم به په سوریه کې د روسی جېټ الوتکو ساتنه کوي.

د سوریې په جگړه کې مسکو د دمشق د مشرتابه ملاتړ کوي. امریکا متحده ایالات بیا د اپوزیسیون د ځینو منځلارو ډلو ټپلو ملاتړ کوي. د دوشنبې په ورځ متحده ایالاتو پر حلب ښار باندې درنې بمبارۍ له په پام کې نیولو سره د دغه کړکیچ د حلولو له پاره له روسیې سره خبرې اترې ختمې اعلان کړې. د سوریې حکومتي ځواکونه د روسیې په ملاتړ پر حلب ښار باندې تعرضي عملیات کوي، څو د دغه ښار بشپړ کنترول تر لاسه کړي.