1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې په سوريه کې د پوځي حضور په کمښت پیل وکړ

۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

روسیې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۵م کال کې خپل سرتیري سوریې ته واستول خو په دې هیواد کې د جګړې له تودیدو سره مسکو سوریې ته د لا ډیرو سرتیرو په استولو اړ شو.

https://p.dw.com/p/2VOzS
Mittelmeer Russischer Flugzeugträger Admiral Kusnezow OVERLAY
انځور: picture-alliance/AP/Russian Defe

روسیې له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړ. دغه اقدام د سوریې په ډیرو برخو کې د اوربند تر رامنځته کیدو وروسته کیږي. د روسيې د پوځ مشر والیري ګیراسیموف، د روسيې خبري آژانس ته ويلي دي: «د روسیې د پوځ علي قوماندان ولادیمیر پوتین، د پریکړي له مخې، د دفاع وزارت په سوريه کې د خپلو پوځیانو د شمیر په کمولو پیل کوي.»

هغه ویلي دي چې لومړی به یوه لویه پوځي بیړۍ چې جنګي الوتکې هم لیږدوي له سیمې څخه راووځي. په سوريه کې د روسیې اصلي پوځي قوماندان اندرې کارتاپولوف، هم دغه معلومات تائيد کړي دي. هغه ویلي دي: «هغه اهداف چي دغي الوتکي وړونکي کښتۍ ته ټاکل شوي ول، ترلاسه شوي دي.»

تمه کیږي چې روسیه به په سوريه کې دوې پوځي اډې وساتي چې په هغو کې به په تارتوس کې یوه سمندري او په لتاکیا کې یوه هوایي اډه شامله وي. پر دې سربیره به روسیه په سوريه کې خپل هوایي دفاعي سیستم هم فعاله وساتي.

روسیې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ ډیر کړ. د دې ملاتړ هدف پر واک د اسد ساتل او له پاڅون کوونکو څخه د حلب مهم ستراتیژیک ښار بیا نیول وو. د اسد ځواکونه په وروستیو وختونو کې د روسیې د هوایي ملاتړ په لرلو سره چې ډیر وخت پکښې ملکي وګړي هم ووژل شول، د حلب ښار په بشپړ نیولو وتوانیدل.

دا د روسیې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو له پاره د سوریې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لویه بریا وه. اوس روسیه هڅه کوي چې د سوریې کړکیچ په سیاسي حلولو کې فعاله اوسي او په دې ترتیب سره جګړه پای ته ورسیږي. قزاقستان به د سوریې د سولې د خبرو اترو کوربه وي، چې ایران او ترکیه به هم پکې مهمه ونډه لري.

خو ډېر کارپوهان شک لري چې روسیه دې په یوازي سر او د امریکا متحدو ایالاتو له ملاتړ پرته په سوريه کې د سولې یو تړون رامنځ ته کړي.

تر دې مخکې هم پوتین اعلان کړی وو چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې به له سوريې څخه خپل یو څه ځواکونه باسي، خو د جګړې له تودیدو سره بیا مسکو له خپلې پریکړې وګرځيد.

نور مطالب: