1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې او چین د گاز په یو دوهم پایپ لاین موافقه وکړه

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۱۹, دوشنبه

روسیې او چین ژمنه وکړه چې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، خصوصا د انرژۍ د سکتور په برخه کې. د روسیې پر ضد د اروپا د اتحادیې او امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو په ترڅ کې مسکو هڅه کوي چې نوي نړیوال تجارتي ملگري پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/1DjsC
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/HOW HWEE YOUNG

د آسیا- پاسیفیک د اقتصادي همکارۍ (APEC) د سرمشریزی څخه یوازې یوه ورځ مخکې د چین او روسیې مشرانو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر ۹مه) موافقه وکړه چې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، په ځانگړې توگه د انرژۍ په برخه کې. له روسیې څخه چین ته د گاز د یوې نوې نل لیکې له غځولو سره د پیکینگ او مسکو تر منځ سوداگریزي اړیکې یو بل پړاو ته داخلې شوي دي.

د خبري رپوټونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، او د هغه چینايي سیال شي جین پینگ، د طبیعي گازو په برخه کې ۱۷ سندونه لاس لیک کړل. په دغو تجارتې موافقو کې چې د هغوی په حضور کې لاس لیک شوې، د روسې د طبیعي گازو د سترې کمپنۍ «گازپروم» او د چین د تیلو د شرکت چاینا افشور آیل کارپوریشن (CNOOC) ترمنځ د خپلمنځي تفاهم په نامه یو لیک او یو شمیر بانکي موافقې هم شاملي دي.

د چین د ولسمشر له قوله د روسیې خبري آژانس ایتارتاس، رپوټ ورکړی دی: «په نړیوال وضعیت کې هر څه چې پیښ شي، موږ به خپله ټاکل شوې تگ لاره تعقیب کړو، هغې ته به پراختیا ورکړو او خپلمنځي گټورې همکارۍ ته به نوره هم وده ورکړو.» نوموړي خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام کې یادونه کړې ده چې د روسیې ولسمشر، پوتین وویل چې د چین او روسیې ترمنځ همکاري «خورا اهمیت لري.»

یو ستر تړون چې د پیکینگ په لیدنه کتنه کې لاس لیک شو د سایبریا له لارې چین ته د روسیې د گازو د لیږدول پايپ لاین دی. له دې مخکې د می په میاشت کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دغسې یوه بله موافقه هم لاس لیک شوې وه چې د هغې له مخې د روسیې د ختیځې لارې څخه به چین ته گاز لیږدول کیږي. د اوکراین د کړکیچ پر سر د اروپا د اتحادیې او امریکا متحده ایالاتو له خوا د بندیزنو په تعقیب روسیې نورو نړیوالو سوداگرو ته مخ اړولی دی تر څو په خپل اقتصادي سکتور کې د تاوان مخه ونیسي.

د اړیکو پراخول او ټینگول

د چین د دولتي «خلق» نومې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ۲۰۱۳ کال د مارچ په میاشت کې د شي جین پینگ، قدرت ته د رسیدو راهیسې د دواړو هیوادونو د مشرانو دا لسمه لیدنه کتنه ده. د متحده ایالاتو پر وړاندې د یوه دریځ په شمول د گډو جیوپولتیکي اندیښنو ته په کتو سره د چین او روسیی اړیکې په دې ورستیو وختونو کې ډیرې سره نزدې شوي دي.

دغه دواړه هیوادونه د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ویټو له حق څخه برخه من دي او په ځینو نړیوالو مسایلو کې یې گډ دریځ غوره کړې دی او د ویټو له حق څخه په استفادې سره یې د لویدیځو قدرتونو مخالفت کړی دی. په خاصه توگه د سوریې په کړکیچ کې پیکینگ او مسکو واحد دریځ لري.

پوتین د یکشنبې په ورځ وویل چې د چین او روسیې همکاري «ډيره مهمه ده ترڅو نړۍ د نړیوال قانون په چوکاټ کې وساتله شي، له ثبات څخه برخمنه وي او ډيره زیاته د وړاند وینې وړ وي.»

هغه زیاته کړې ده: «په گډه موږ ډيرڅه تر لاسه کولای شو او زه ډاډه یم چې په راتلونکې کې به په دې لاره کې زیات څه کولای شو.»

پوتین په چین کې دی چیرې چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د نومبر ۱۰مه) د آسیا پاسیفیک د اقتصادي همکارۍ سرمشریزه پیلیږي. په دغه غونډخ کې د نړۍ د نورو هیوادونو د مشرانو په شمول د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د جاپان صدراعظم هم گډون کوي.