1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: افغانستان د مخدره توکو ډیرې زیرمې لري

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه

د روسیې د مخدره توکو ضد ادارې مشر د جمعې په ورځ اندیښنه څرگنده کړه چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته به له دې هیواد څخه د مخدره موادو قاچاق لا پسې زیات شي.

https://p.dw.com/p/16HNp
انځور: AP

د روسیې د مخدره توکو ضد ادارې مشر ویکتور ایوانوف، د جمعې په ورځ د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې د پاکستان، افغانستان او تاجیکستان د مخدره توکو ضد ادارې له چارواکو سره د لیدنې پر مهال وویل چې افغانستان په تیرو لسو کلونو کې په کافي اندازه مخدره توکي زیرمه کړي دي او کله چې بهرني ځواکونو له دې هیواد څخه ووځي نو کیدای شي چې له دې هیواد څخه د مخدره توکو قاچاق لا پسې ډیر شي.

ایوانوف زیاته کړه: «موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې تولید شوي مخدره توکي د روسیې ۳۰ سلنه مخدره مواد جوړوي. په افغانستان کې پوځي عملیات له یوولسو کلونو راهیسې روان دي. څوک به د دې خبري مسئولیت پر غاړه واخلي؟»

له افغانستان څخه روسیې ته د مخدره توکو قاچاق د روسيې او امریکا متحده ایالاتو تر منځ یوه شخړیزه موضوع پاتې شوې ده.

مسکو تل وایي چې په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه له دې هیواد څخه روسیې ته د مخدره توکو د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې په کافي اقداماتو باندې لاس نه پورې کوي.

ایوانوف وویل، کله چې په ۲۰۱۴ کال کې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو د دې هیواد په لیرو پرتو سیمو کې زیرمه شوي مخدره توکي به تور بازارونو ته راووځي. هغه زیاته کړه چې د اپیومو دغه ځیرمې له ۱۵ څخه تر ۲۰ زره ټنه پورې اټکل شوي دي.

د هغه په وینا که ان په افغانستان کې د تریاکو کښت صفر هم شي بیا هم دغه ځیرمې دومره لویې دي چې کیدای شي د لسو کلونو له پاره له دې هیواد څخه د مخدره توکو قاچاق دوام پیدا کړي.

روسیه یو له هغو هیوادونو څخه ده چې په کې د هیروینو د استعمال کچه ډیره لوړه ده. د رسمي شمیرو له مخې په دې هیواد کې شاوخوا پنځه میلیونه روږدي کسان ژوند کوي.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض