1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه غواړي ۲۳ بریتانوي دپلوماتان اخراج کړي

۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبه

روسیې ویلي چې د بریتانیا ۲۳ دپلوماتان باید د دې هیواد خاوره په یوه اونۍ کې ترک کړي. د روسیې او بریتانیا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په لندن کې پر یوه جاسوس باندې د زهرجن ګاز تر برید وروسته ډیره شوې.

https://p.dw.com/p/2uVKG
UK | Nervengiftattentat auf Sergei Skripal - Ermittler in Schutzkleidung
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Matthews

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۷مه نېټه) ویلي د بریتانیا د هغه اقدام په ځواب کې چې له خپل هیواد څخه یې د روسیې ۲۳ دپلوماتان اخراج کړي، دوی هم د بریتانیا ۲۳ دپلوماتان له خپلې خاورې اخراجوي. د دپلوماتانو د اخراج د مسئلې ترشا د بریتانیا په خاوره کې پر یوه جاسوس باندې د زهرجنو ګازو برید دی.

مسکو همدا راز ویلي چې دوی به په روسیه کې د بریتانیا سفارت هم وتړي او د دې حق لري چې که چیرته د لندن لخوا نور د دښمنۍ ډک اقدامات وشي، دوی به د بریتانیا پر وړاندې لا نور اقدامات هم عملي کړي.

په دې هکله مهم معلومات چې باید ورباندې وپوهیږو:

-     د روسیې ۶۹ کلن جاسوس سیرګي سکریپال او د هغه ۳۳ کلنه لور یولیا د روانې مارچ میاشتې په څلورمه نیټه د انګستان په جنوب کې د سالیسبري په ښار کې پر یوه چوکۍ بې هوښه وموندل شول.

-     پلټونکو وروسته وموندله چې د دوی د بې هوښۍ دلیل یو ډول زهرجن ګاز دی چې په لومړي ځل د پخواني شوروي اتحاد په لابراتوارونو کې جوړ شوی.

-     د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریسا مې پر روسیې باندې تور پورې کړ چې په دې برید کې لاس لري او پریکړه یې وکړه چې د روسیې ۲۳ دپلوماتان له بریتانیا اخراج کړي.

-     د شنبې په ورځ په روسیه کې د بریتانیا سفیر لاوري بریستو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل شو او د روسیې د متقابل اقدام په هکله ورته معلومات ورکړل شول.

-     سیرګي او یولیا سکریپل تراوسه هم په ناوړه وضعیت کې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د دوی سربیره د پولیسو یو مامور هم په روغتون کې دی. د پولیسو نوموړي مامور تر پیښې وروسته بې هوښه دغو دواړو کسانو ته مرسته کوله چې بیا خپله هم مسموم شوی.

Botschafter Großbritannien Laurie Bristow vor dem Außenministierium in Moskau
د روسیې د پریکړې په اړه د معلوماتو د ورکړې له پاره احضار شوی د بریتانیا سفیر لاوري بریستوانځور: picture alliance/AP/A. Zemlianichenko

روسیې څه ویلي؟

-     په مسکو کې د بریتانیا له سفیر بریستو سره تر ناستې وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بریتانیې ۲۳ دپلوماتان باید په یوه اونۍ کې د روسیې خاوره ترک کړي.

-     د اعلاميې په حواله دغه اقدام د «بریتانیا د پاروونکي عمل» او د برید په تړاو د «بې اساسه تورونو» په ځواب کې اخیستل شوی.

-     په سانکت پیترزبورګ کې د بریتانیا د قنسلګرۍ اجازه هم بیرته اخیستل شوې.

-     که چیرته د روسیې پر وړاندې نور غیر دوستانه کارونه ترسره شي، روسیه د نورو اقداماتو پرمټ د ځواب حق لري.

کوم هیواد څومره وسلې لري، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: