1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه د افغانستان په اړه سیمه ییز کنفرانس جوړوي

۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبه

روسیې د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په اړه داسې یو کنفرانس جوړوي چې د سیمې قدرتونه به پکې ګډون ولري او هڅه به وکړي چې له طالبانو سره د سولي خبري اتري به بیا پیل شي.

https://p.dw.com/p/2XASq
Russland Sergej Lawrow PK zur Außenpolitik
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Bobylev

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد به یې د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه وي.

د هغه په خبره په دې کنفرانس کې به د افغانستان، پاکستان، چین، ایران او هندوستان استازي ګډون ولري.

لاوروف وویل: «موږ هیله لرو چې زموږ له شریکانو څخه دې په دې کنفرانس کې په لوړه کچه استازيتوب وشي. دیرو [دغو هیوادونو] په دې کنفرانس کې ګډون تایید کړی دی.»

لاوروف یو ځل بیا د مسکو موضع تکرار کړه چې طالبان باید «په رغوونکو خبرو اترو» کې ښکیل شي چې د افغانستان شخړې ته په داسې حال کې چې داعش په دې هیواد کې خپل حضور پراخ کړی دی، د حل یوه لار وموندل شي.

د روسیې په دغه راتلونکې ناسته کې به په د لویدیځو هیوادونو کوم استازي چې سرتیري یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې میشت دي، ګډون و نه لري. خو لاوروف هیله څرګنده کړه چې د مسکو او د دونالد ترمپ ادارې تر منځ اړیکې به ښې شي او د افغانستان پر سره به ګډ کار پیل شي.