روسيې پر نازيانو د بريا ورځ ولمانځله
د دوهمې نړیوالې جګړې د بریا او په آلمان کې د نازیانو د ماتولو په خاطر د لمانځني په مراسمو کې روسیې له خپلو پرمختللو تکنالوژيو پرده پورته کړه. ولسمشر پوتین خبرداری ورکړی چې روسیه بې اجازه ورنه کړي چې تاریخ بیا ولیکل شي.
په سره ميدان کې مراسم
هرکال د می میاشتي پر ۹ نیټه روسیه د آلمان د نازیانو پر وړاندي د پخواني شوري اتحاد د بریا ورځ لمانځي. د ۱۹۴۵م کال د می میاشتې پر ۹ نیټه د شپې مهال، آلمان د تسلیمي سند لاسلیک کړ. د ائتلاف نور ګډ ځواکونه یعنې فرانسه او بریتانیا بیا له دې یوه ورځ مخکې یعنې د می میاشتې پر ۸ نیټه خپل بری لمانځي.
د سرتیرو ګډه سندره
د ۲۰۱۸م کال په دې لمانځغونډي سره د روسیې د سره پوځ ۱۰۰ کاله هم پوره شول. د روسیې سور پوځ په ۱۹۱۸م کال کې رامنځ ته شو. د سږکال په مراسمو کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ سرتیرو او یو شمیر پخوانیو افسرانو برخه واخیسته او په ګډه یې په لوړ غږ سندري ویلي. د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې له پوتین سره د کتنې په موخه په مسکو کې دی، هغه هم په دې مراسمو کې برخه لرله.
د رخصتۍ یوه سپیڅلې ورځ
پوتین د مراسمو ګډونوالو ته وینا وکړه او روسانو بیا د خپل پوځ تنکي ځوانانو ته کتل چې په سره ميدان کې تیریدل. ولسمشر پوتین وویل چې نن ورځ یوه رخصتي ده، دا به هر وخت رخصتي وي او د هرې کورنۍ له پاره سپڅلې ورځ ده. هغه د خودخواهۍ د اشتباهاتو د تکرار خبرداری ورکړ.
د روسانو پلونه به پاک نه شي
پوتین د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز وویل چې نن ورځ خلک په دې هڅه کې دې چې د ورکیدو، غلامۍ او عام وژنې د مخینيوي په برخه کې د روسانو پلونه پاک کړي. پوتین ژمنه وکړه چې دا کار به پیښ نه شي. ولسمشر پوتین له سیاسي پلوه ځان په روسیه کې د اروپا د مدافع په توګه څرګند کړی دی.
سنایپر لرونکي سرتیري د چمتو والي په حال کې
د مسکو په سره ډگر کې د مراسمو په ترڅ کې د دې هیواد پوځي ځواک نه یوازې د سرتیرو په سطحه، بلکي د سنایپر لرونکي سرتیري هم د چمتووالي په حال کې ول. سور ډگر د مسکو په زړه کې موقعیت لري او کریملین هم په دې سیمه کې پروت دی. کریملین د ولسمشر پوتین رسمي استوګن ځای دی.
په مراسمو کې د ډيرو خلکو ګډون
په دې مراسمو کې شاوخوا ۱۵۹ پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې شول. په دې تجهیزاتو کې د توغندیو کشف کوونکي جټ الوتکې او ډيري نورې درنې او سپکې وسلې شاملې وې. د روسیې د دفاع وزارت په حواله د دې تجهیزاتو زیاته برخه په سوریه کې آزمویل شوې ده.