«که واشنگټن له خبرو عمل ته راسي همکاري ورسره کوو»
۱۳۹۶ مهر ۱۳, پنجشنبهد افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «که د امريکا د دفاع وزير د ښو خبرو پر ځای ښه عمل ته راسي، زموږ دروازې ئې پر مخ پرانيستي دي. موږ د دغه شان خبرو له پاره هيڅکله دروازه نه بندوو.»
د امريکا د دفاع وزير څه موده مخکي ويلي ول چي، د دې له پاره چي واشنگټن په دغه سيمه کي له روسيې سره مقابله وکړي، ښه به دا وي چي ورسره د افغانستان په برخه کي همکاري وسي.
کابلوف دغه راز له امريکا څخه غوښتي دي چي «په رښتيا سره په افغانستان کي د ثبات د ټينگښت له پاره کار وکړي، نه دا چي د دوی تر وزر لاندي د داعش پر وده باندي سترگي پټي کړي، لکه يو وخت چي د القاعدې په برخه کي کېدی».
متيس د امريکا د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو د چارو جرگه گۍ ته په خبرو کي ويلي ول چي بهتره ده د افغانستان ستونزه له روسيې سره په همکاري حل سي، نه يوازي. هغه ويلي: «روسيه تلاښ کوي چي د جنوبي اسيا په چارو کي مخکښ رول ولري، نو زه باور لرم چي زموږ له پاره به ښه وي چي گډ کار وکړو، نه يوازي».
د امريکا د دفاع وزير په عين حال کي وويل چي «روسيه په جنوبي اسيا کي هر وخت د خپلو گټو په خاطر کار نه کوي». هغه وويل: «د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دې اړه له خپل روسي سيال سره خبري کوي. خو زه تاسو ته وايم چي موږ د روسيې د هغو کړنو په اړه اندېښنه لرو چي زموږ په سترگو راننوځي. هغه که د دوی د موخو خلاف هم وي».