1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د شتون سره هيڅ علاقمندي نه لرو

۱۳۸۹ بهمن ۷, پنجشنبه

روسيه وايي چي، نړيوال امنيتي ځواک تر هغه پوري چي افغان امنيتي ځواک د خپل هيواد د کنترول د ترلاسه کولو توان نه وي پيدا کړی، حق نه لري چي ددغه هيواد څخه ووزي.

https://p.dw.com/p/Qvr9
د روسيې سفر وويل خو ماموريت بايد بشپړ سي داسي نه وي چي ماموريت پر نيمی لار پريږدي.
د روسيې سفر وويل خو ماموريت بايد بشپړ سي داسي نه وي چي ماموريت پر نيمی لار پريږدي.انځور: AP

روسيه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د شتون سره هيڅ علاقمندي نه لري. خو اوس هغوی ته هلته اړتيا ده.

په کابل کي د روسيې سفر اندري اويتيسيان ويلي دي چي:« هغه نړيوال ايتلاف چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه ددې دپاره رايي تر لاسه کړې چي افغانستان ته د ثبات ټنګولو دپاره ځي بايد اوس خپل ماموريت بشپړ کړي.»

د هغه په خبره که دا کار و نه سي او ځواکونه د افغانستان څخه ووزي، په دغه هيواد کي به يوار بيا کورنۍ جګړه پيل سي، لکه څنګه چي په ۹۰ مه لسيزه کي پيښ سول.

دغه راز ډيپلوماټ زياته کړه چي، روسيه هيڅ علاقمندي نه لري چي نړيوال ځواکونه دي په افغانستان کي پاته سي.

« موږ دې ته هيڅ خوښ نه يوو چي په افغانستان کي دي بهرني ځواکونه شتون ولري او يادي هلته پاته سي. هو او هغه ۴۷ هيوادونه هم چي اوس په افغانستان کي عسکر لري او د وتلو په لټه کي دي.»

د روسيې سفر وويل خو ماموريت بايد بشپړ سي داسي نه وي چي ماموريت پر نيمی لار پريږدي.

دوی بايد د ملګرو ملتونو هغه پوښتني ته ځواب ورکړي چي په هغه کي د افغان ځواکونو د بشپړه پر پښو درولو پروسه شامله ده.

د هغه په خبره وروسته تر هغه چي افغان امنيتي ځواکونه دې ته تيار سوه چي د خپل هيواد کنترو په خپله په لاس کي واخلي بيا دوی کولای سي چي خپلو کورونو ته د تلو دپاره بسترې وتړي.

ډيپلوماټ دغه راز په خپله مرکه کي ويلي چي په افغانستان کي د نشه يي موادو د کارو بار د مخنيوي په برخه کي د امريکا د متحده ايالاتو رول چندان ښه ندی.

د هغه په خبره که ددې مخنیوی وسي نو پر نړیوالو ځواکونو به په بريدونکو کي هم لږ والی راسي ځکه چي ياغيان ددغه پيسو څخه په ګټه اخستني سره پر دوی باندي بريدونه کوي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل