1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په افریقا کي څه غواړي؟

۱۳۹۶ اسفند ۱۸, جمعه

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف پنځه ورځي د افریقا په سفر روان سوی دی. د پخواني شوروي اتحاد د متحدینو په لټه کي خبره مگر ترټولو دمخه د لا ډیري اقتصادي گډي همکارۍ او د اومو موادو پیداکول دي.

https://p.dw.com/p/2u1tK
Namibia |  russischer Außenminister Sergei Lawrow mit Namibias Außenminister Netumbo Nandi-Ndaitwah
انځور: imago/ITAR-TASS/A. Shcherbak

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګیې لاوروف د افریقا سفر د دوشنبې په ورځ له انگولا څخه پیل کړ. د جمهوررئيس یوآؤ لورینسو او خارجه وزير مانوییل دومینگو سره تر لیدني وروسته، هغه د دواړو هيوادو ترمنځ څو کلنو مناسباتو ته اشاره وکړه او د هغه پرتقویه کیدو باندي یې ټینگار وکړ. له هغې جملې څخه د تعلیم او تربیې، انرژۍ او یا نظامي همکارۍ په برخه کي: «موږ پردې باندي ټینگار کوو، چي افریقايي پرابلمونه، افریقايي حل غواړي. بين المللي ټولنه باید په دې اړه د افریقایانو پريکړه ومني، چي څنگه یو بحران پای ته رسیدلای سي او له هغوی سره اخلاقي، سیاسي او مالي مرسته وکړي او هم د سولي د ماموریتونو په خاطر ورته پرسونل وروزي. روسيې په دې برخه کي فعاله برخه اخیستې ده. »

بې افریقا نور ممکنه نه ده

په دې ډول سره نو لاوروف د افریقا نورو هيوادونو ته د سفر په اړه خپل طرز دید بیان کړ. د انگولا تر څنگ به دئ په همدې اوونۍ کي نامیبیا، موزمبیک، زيمبابوې او ایتوپيا ته سفر وکړي.

په بورکینا فاسو کي د پخواني شوروي اتحاد د وختونو سفیر، یسگیني کورینجاسوف وايي چي افریقا ته د لاوروف سفر، بل څه نه دي، بې له د افریقا براعظم ته د روسيې بیرته ورتگ. کورینجاسوف چي اوس د مسکو په علمي اکاډمۍ کي د روسيې- افریقا د روابطو د تحقیقاتي مرکز رهبري پر غاړه لري، وايي: «افریقا داسي یو براعظم دی چي ژر پرمختگ کوي. ددغه براعظم سیاسي او اقتصادي اهمیت ورځ په ورځ ډیریږي. د بين المللي قواوو په تناسب کي د تغیراتو په سبب او رامنځته سوو رقابتونو په نتیجه کي هلته نوي انډیوالان رامنځته کیږي. بې افریقا به د۲۱ پیړۍ عاجلو ستونزو، لکه اقلیمي بدلون، ترهگري او یا نړیوالو جنایتونو ته جواب پیدا نه سی.»

Angola | russischer Außenminister Lawrow besucht Gedenkstätte
انځور: imago/ITAR-TASS/A. Shcherbak

پر تاریخي لار قدم ايښوول

تر ټولو دمخه بیا د روسيې له پاره دا مهمه ده چي له افریقا سره تجارتي او اقتصادي مناسبات پراخ کړي. په دې سلسله کي طبیعي ذخایر ډیر مهم رول لري. کورینجاسوف وايي چي د روسيې د طبیعي منابعو ضرورت د هغه تر تولیداتو ډیر لوړ دی: مثلأ مگنیزمي فلزات باید کاملأ راوارد سي او کروم ۸۰ فیصده. روسيه نه سي کولای خپل د یورانیمو ضرورت هم له خپلو زيرمو څخه پوره کړي. ځکه نو دا کوم تصادفي کار نه دی، چي لاوروف د افریقا د جنوب د طبیعي زيرمو څلورو غني هيوادونو ته سفر کوي. نامیبیا د مثال په ډول دې ته ورنژدې کیږي چي په نړۍ کي د یورانیمو دریم لوی تولیدونکئ هیواد وگرزي. په موزمبیک کي بیا روسی شرکت «روزنیف» د تیلو په تفصياتو کي مشغول دئ.

خو د دغو هيوادنو انتخاب او ورته سفر نور دلایل هم لري: لاوروف غواړي پر تاریخي لار باندي قدم کښیږدي. د ساړه جنگ پرمهال مسکو د ډیرو ځوانو افریقايي دولتونو مهم ملگرئ وو. شوروي اتحاد هلته ډیر آزادي بخښونکي غورځنگونه تقویه کول او مرسته يې ورسره کوله.

 زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم(30.11.2017)