1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: له سوريې وتل بشپړ شوي

۱۳۹۶ دی ۲, شنبه

د روسيې د دفاع وزير، سرګي شويګو، ولسمشر پوتين ته له سوريې د وتلو په هکله راپور ورکړ او يې ويل چې دغه بهير بشپړ شوی دی. خو آيا د سوريې واکمن، بشارالاسد به هم په قدرت کې پاته شي؟

https://p.dw.com/p/2psLd
Syrien Deir al-Sur Russische Soldaten
انځور: Getty Images/AFP/D. Derda

د رسمي څرګندونو په حواله د ۲۰۱۵ کال راپه دې خوا ۴۸ زرو روسي عسکرو په سوريه کې حضور درلودلی دی. د روسيې د دفاع وزير، سرګي شويګو، په مسکو کې د جګپوړو نظاميانو مخکې وويل چې د ولسمشر پوتين د امر مطابق ټول ځواکونه بېرته روسيې ته ستانه شوي دي. د هغوی په منځ کې ځانګړو ځواکونو، پوځي پوليسو، د ماينونو د پاکولو کومانډوګانو او طبي واحدونو هم شتون درلود.

علاوه پر دې ۳۶ څرخي الوتکې هم بېرته په هوايي اډو کې ولاړې دي. د جمعې په ورځ دا خبره هم اعلان شوه چې د روسيې له خوا جوړېدونکې د سولې خبرې اترې د جنورۍ مياشتې په پای کې د روسيې په سوچي ښار کې رابلل کيږي.

«ملي ديالوګ غونډه»

د روسيې پلاوی به، د دغو څرګندونو له مخې ۱۵۰۰ غړي ولري. دغه خبرې اترې به د روسانو د پلان له مخې د سوريې د جګړې سياسي پای ته لاره هواره کړي چې د مسکو د تصور له مخې به په کې بېلابېلې ډلې برخه واخلي. خو د سوريې د اپوزيسيون ډلو د روسيې پر دغې هڅې باندې له مخکې لا انتقاد کړی و. د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو خاص استازي، ستفان دې ميستورا هم، د دغو خبرو د برياليتوب چانسونه کم وبلل.

د «ملي ديالوګ غونډه» چې د جنورۍ په ۲۹مه او ۳۰مه په سوچي کې پلان شوې ده، د سولې د هغو هڅو يوه برخه ده چې روسيه يې د ډېر وخت راهيسې له ترکيې او ايران سره په ګډه تعقيبوي.

دغو درېو هېوادونو د قزاقستان په استانه کې هم د خبرو اترو تابيا کړې وه چې دغو خبرو تر اوسه چندان لاسته راوړنې نه لرلې. خو که د سولې په اړه توافق وهم شي، به اساسي پوښتنه دا وي چې اوسنی واکمن، بشار الاسد، به په قدرت کې پاته شي، که نه. د نژدې ختيځ د چارو کارپوه، ګيدو شتاينبېرګ، وايي چې «اسد جګړه نه ده ګټلې.»

د هغه په نظر به د اسد له پاره ګرانه وي چې ټولې نيول شوې سيمې وهم ساتي. دا په داسې حال کې ده چې روسانو اوس د خپلو څرګندونو په حواله خپل ماموريت پای ته رسولی دی.

«د نوي نسل يو پوځ»

له سوريې څخه د شاتګ سربېره هم روسيه غواړي چې په دغه هېواد کې دوه اډې فعالې وساتي او هغه لا پسې پراخې کړي. ولسمشر پوتين د جمعې په ورځ له پوځيانو سره د کتنې پر مهال خپل ستراتيژيک پلانونه وضع کړل. د هغه په خبره «بايد روسيه د مخکښو هېوادونو په ډله کې وي او په ځينو برخو کې لا مخکښه وي، کله چې د نوي نسل د يوه پوځ د جوړولو خبره مطرح وي.»

د هغه په خبره د وسلوالو ځواکونو هر اړخيز عصري کېدلو ته ضرورت دی ځکه چې ناټو د روسيې حاکميت ګواښي. روسيه بايد له دې مخې اوس په نړۍ کې د «قدرت د توازن له بدلونونو سره» ځان عياره کړي. د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، له خوا د اوونۍ په پيل کې امنيتي ستژاتيژي، پوتين «تعرضي» او «متجاوزه» وبلله.