1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د تروريزم د «صادرولو» ويره

نجيب الله زیارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۶, جمعه

د روسيې امنيت شورا وايي چي کيدای سي له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ نور هم زيات سي. د دغي شورا مشر ويلي دي، په کار ده چي له دغه هيواد سره سرحدونو نور هم تقويه سي. «په افغانستان کي تر ثبات ټينګولو پوري لا ډېر وخت پاته دی.»

https://p.dw.com/p/1AhIq
انځور: DW/G. Faskhutdinow

نيکولای پاتروښوف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۲۶) د «روسيې ورځپاڼي» سره په مرکه کي ويلي دي چي افغانستان کيدای سي تر هغه نور هم زيات لکه د نړیوالو ځواکونو تر ورتګ دمخه د نړيوال تروريزم او افراطيت په يوه ستر «صادرونکي» باندي بدل سي.

«نه يوازي دا چي افغانستان په سيمه کي د تاوتريخوالي د نغري په توګه پاته سوی دی، هغه کېدای سي چي د نړيوال تروريزم او مذهبي افراطيت په يوه فعال «صادرونکي» باندي بدل سي او تر هغه هم زيات له که د نړيوالو ځواکونو تر ورتګ دمخه.»

هغه زياته کړې ده، ځکه نو موږ بايد د افغان امنيتي ځواک په روزلو کي نوره هم ډېره مرسته وکړو، بنسټيزي پروژې پلي کړو او د دغه هيواد افتصاد ته پراختيا ورکړو.

د روسيې د امنيت شورا عمومي منشي ويلي دي چي «په افغانستان کي امنيتي وضعيت داسي دی چي تر ثبات ټينګولو پوري لا ډېر وخت پاته دی.» د هغه په خبره خلک يقيني نه دي چي افغان حکومت دي وکولای سي د راتلونکي کال په اپريل مياشت کي د جمهوري رياست پلان سوي ټاکني تر سره کړي.

د مخدره موادو ستونزه

د پاتروښوف په خبره په افغانستان کي تر ټولو جدي ګواښ د مخدره موادو قاچاق دی، چي د نړيوال تروريزم له مالي ملاتړ سره نژدې اړيکي لري:

«زموږ د افغان او لوېديځو شريکانو د هغه اعلان سره سره چي وايي له مخدره موادو سره مبارزه يې لا پياوړې کړې ده، په دغه هيواد کي د کوکنارو کښت نورهم د پراختيا په حال کي دی.»

هغه زياته کړې ده: «په دغه برخه کي وضعيت کېدای سي چي نور هم پېچلی سي، ځکه يو شمېر هيوادونه غواړي چي دا وښيي چي له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کي مرستو ته اړتيا لري.»

د روسيې د امنيت شورا د عمومي منشي نيکولای پاتروښوف په خبره دا به زموږ په ګټه وي چي د خپلواکو مشترک المنافع په اسياسي هيوادونو کي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په تړاو ثبات نور هم ټينګ کړو.

هغه ويلي دي: «د ګواښونو د مخنيوي په برخه کي تر هرڅه لومړی بايد موږ خپل سرحدونه ټينګ کړو او هلته کنترول تقويه کړو. په لومړي سر کي بايد د تاجيکستان او افغانستان سرحد ټينګ سي.»