1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: افغانستان د نشه يي موادو ستر گدام دئ

۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

د روسيې د نشه يي موادو د کنترول اداره وايي چي په افغانستان کي د نشه يي موادو د توليد د لابراتوارونو شمېردوه برابره ډير سوی دئ.

https://p.dw.com/p/142va
انځور: AP

دغي ادارې د ملگرو ملتونو د وروستي راپور په اساس چي وايي په ۲۰۱۱ کال کي په افغانستان کي د ۲۰۱۰ په پرتله د نشه يي موادو د توليد کچه ۶۰ فيصده لوړه سوې ده دغه خبره کړې ده.

د روسيې د نشه يي موادو د کنترول ادارې په يوه خپره کړې خپرپاڼه کي ليکلي دي چي په افغانستان کي د هغو لابراتوارونو شمېر چي د روسيې له پاره نشه يي مواد توليدوي د ۲۰۰۹ کال راهيسي دوه نيم برابره يعني له ۲۰۰ څخه تر ۵۵۰ پوري لوړ سوی دئ:

«په افغانستان کي د نشه يي موادو په زيرمو کښي تر ۱۵زره ټنه ډير نشه يي مواد پراته دي چي دا د انسانانو له پاره زهر دي. که د افغانستان په جنوب، لکه هلمند او کندهار کي ډير ترياک کرل کيږي، خو د هغه هيواد په غرني شمالي ولايت بدخشان کي بيا تر حساب تير د نشه يي موادو لابراتوارونه جوړ سوي دي چي له هغه ځايه بيا روسيې ته دغه مواد قاچاقيږي.»

ددغي اداري په خبره افغانستان اوس هم د نړۍ تور بازار ته۹۰ فيصده نشه يي مواد رسوي او په دې سره په نړيواله کچه لومړی مقام لري.

«په افغانستان کي هر کال د هيروينو شاوخوا ۱۵۰ ميليارده ډول ډول دوزونه (د يوه وخت نشه) او شاوخوا ۳۰۰ ميليارده د چرسو دوزونه توليديږي.»

د ملگرو ملتونو د UNODC د ادارې په خبره په ۲۰۱۱ کال کي د نشه يي موادو د توليد له لاري بزگرانو ۱،۴ ميليارده ډالره تر لاسه کړي چي دا د افغانستان د ناخالص ملي توليد ۹فيصده جوړوي.

د روسيې د نشه يي موادو د کنترول اداره په خپل راپور کي ليکي چي که په ۲۰۱۰ کال کي د ترياکو په توليد کي د يوې کرهڼيزي ناروغۍ له کبله کموالی راغلی خو په ۲۰۱۱ کال کي د ۱۲۳ زره هکټاره مځکي پر ځای ۱۳۱ هکټاره مځکه وکرل سوه.

«که سړی وگوري چي پر ۱۳۱ زره هکټاره مځکه باندي کوکنار کرل سوي دي نو دا توليد له۳۶۰۰ څخه و ۵۸۰۰ ټنه ته لوړسی دئ، چي دا ۶۰ فيصده لوړوالی ښيي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش