1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میلوش زمان د چک جمهوریت دوهم پړاو ولسمشریزې ټاکنې ګټلي

۱۳۹۶ بهمن ۸, یکشنبه

د چیک جمهوریت اوسني ولسمشر چې د دوهم ځل له پاره یې ځان نوماند کړی وو، د دې هیواد ولسمشریزي ټاکنې ګټلي. دغه دوه ورځنۍ ټاکنې هغه مهال ترسره شوې چې حکومت د اعتماد د رایې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او استعفا یې وکړه.

https://p.dw.com/p/2reit
Tschechien Sieger der Präsidentschaftswahlen Milos Zeman
انځور: picture alliance/AP/P.D. Josek

د چیک جمهوریت د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو رسمي پایلې ښيي چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۲۷مه) په دې ټاکنو کې اوسني ولسمشر میلوش زمان بریا خپله کړې.

د چیک د ملي احصايي دفتر یا «سي. اس. یو» په دې هکله ویلي چې د ټاکنو پایلې د رایو د مرکزونو د ۹۸ فیصده تر شمیرلو وروسته په لاس راغلي. په دې ټاکنو کې زمان ۵۱،۵ سلنه او د هغه سیال جیري دراهوس چې د د چیک جمهوریت د سایسن اکادمۍ پخوانی ریس دی، ۴۸،۵ سلنه رایې ترلاسه کړي.

د چیک د ملي احصايي د معلوماتو له مخې د ټولو ۸،۴ میلیونه په شرایطو برابر رایه اچوونکو شمیر ته په کتو سره په ټاکنو کې د خلکو ونډه ۶۶،۵ سلنه ښوول شوې. دغه ټاکنې تر دوه ورځو وروسته د شنبې په ورځ په ځایي وخت له غرمې وروسته په دوه بجو پای ته رسیدلي چې ابتدايي پایلې یې هم د ټاکنو تر پای ته رسیدو څو شیبې وروسته اعلان شوې.

تر ټاکنو نږدې د دوو ساعتونو په ترڅ کې په داسې حال کې چې زیاتره رایې شمیرل شوې وې، زمان د ولسمشر په توګه د دوهمې پنځه کلنې دورې له پاره د چیک جمهوریت د ولسمشر په توګه اعلان کړل شو.

د ټاکنو تر ګټلو شیبه وروسته، زمان د دې هیواد په ملي تلویزیون کې خبرې وکړې او نوموړي ۷۳ کلن ولسمشر مخکې له دې چې د خپلې بریا په هکله له خپلو پلویانو مننه وکړي اعلان وکړ چې: «دا زما وروستۍ سیاسي بریا ده.»

په کلیوالي او لیرو پرتو سیمو کې زمان د رایو د شمیرو له پیل راهیسې تر خپل سیال مخکښ وو. داسې اټکل کیدو چې د هغه سیال دراهوس به په ښاري سیمو کې د لوستو یا باسواده کسانو ډیر ملاتړ ترلاسه کړي خو نوموړي په دې ونه توانید چې خپل د اروپا ملاتړی موقف په ښه توګه وکاروي او بریا خپله کړي.

د ټاکنو د پایلو تر اعلان څو دقیقي وروسته، نوموړي د خپلو پلویانو په مخ کې خپله ماته ومنله. په بروکسل کې میشت د اروپايي ټولنې د چارو کارپوه فوجیت نیمیک په ټاکنو کې د زمان بریا په بې وزله او لیرې پرتو سیمو کې د هغه د ملاتړ له امله یاده کړه.

Jiri Drahos
د چیک جمهوریت په ولسمشریزو ټاکنو کې جیري دراهوس د میلوش زمان سیال ووانځور: picture-alliance/O. Deml

په ورته وخت کې په یونیورسټي کالج لندن کې د سیاسي چارو لوړوپوړي لیکچر ورکوونکي سیان هانلي بیا وايي چې اوسني ولسمشر د ۲۰۱۳م کال د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله دا ځل ډیرې رایې ګټلي دي.

ولسمشر او لومړی وزیر په یوه کرښه

د چیک جمهوریت د ولسمشر له دندو څخه یوه هم د خپل هیواد د لومړي وزیر ټاکل دي. د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاپولیست اندریج بابیس په مشرۍ د چیک جمهوریت د سقوط سربیره، زمان چې پخوانی چپ اړخی لومړی وزیر وو، له خپلو متحدینو وغوښتل چې د نوې ادارې د جوړولو له پاره بیا هڅې وکړي. نوموړي ژمنه کړې وه چې مخکې له دې چې د مارچ میاشتې په اتمه نیټه د هغه د حکومت وخت پای ته ورسیږي، هغه به بابیس بیا په دنده وګماري.

دغه میلیاردر لومړی وزیر د پولیسو لخوا پر هغه باندې لګیدلیي د اروپايي ټولنې د سبسیډي د تورونو سره مبارزه کوي. د چیک پولیسو پر هغه باندې تور پورې کړی چې نوموړي لس کاله وړاندې په ناقانونه توګه د اروپايي ټولنې د سبسیډي په پیسو کې ۲ میلیونه یورو فساد کړی. د چیک پولیسو له پارلمان څخه غوښتي وو چې له لومړي وزیر اندریج بابیس څخه سیاسي مصؤنیت واخیستل شي څور پر وړاندې یې قانوني اقدامات وشي.

بل لوري ته بیا د زمان روسي پلوه موقف او له چین سره د هغه نږدې اړیکو د چیک ملت سره پاشلی دی. سربیره پر دې نوموړی په شرقي اروپايي هیوادونو کې د اروپايي ټولنې د هغه سیاست سخت انتقاد کوونکی دی چې غواړي له منځني ختیځ او افریقا څخه اروپا ته راغلي مهاجرین د اروپايي ټولنې پر غړو هیوادونو په مساوي توګه ویشي. د هغه د مهاجرت او مسلمانانو ضد سیاست هم د دې لامل شوی چې د ګڼ شمیر رایه اچوونکو ملاتړ ترلاسه کړي.

زمان د چیک هیواد د ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو د ټولو نهو نوماندانو له ډلې څخه د جنوري میاشتې په ۱۲ - ۱۳ نیټه د ۳۸،۵۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو ګټلې وې. هغه مهال درهاوس دوهم ځای خپل کړی وو او ۲۶،۶۰ سلنه رایې یې ترلاسه کړې وې.

تر وکلاف هاویل او وکلاف کلاوس وروسته د چیک جمهوریت نوی ټاکل شوی ولسمشر میلوش زمان د چیک جمهوریت دریم ولسمشر دی. پنځه کاله مخکې هغه لومړنی ولسمشر شو چې د سیاستوالو پر ځای د رایه اچوونکو له خوا وټاکل شو.