1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د سوزانه شکمن قاتل په خپل جرم اعتراف کړی

۱۳۹۷ خرداد ۱۹, شنبه

د رپوټونو له مخې هغه کس چې د آلمان په ماينڅ ښار کې پر یوې ۱۴ کلنۍ نجلۍ د جنسي تیري او بیا یې پر وژنې تورن دی ډیر ژر فرانکورت ته راوستل شي. خو پولیسو تر اوسه پورې دا خبره نه ده دائیده کړې.

https://p.dw.com/p/2zCyY
Mordfall Susanna
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

ویل کیږي چې شکمن کس د ۱۴ کلنې آلمانۍ سوزانه د قتل په مورد کې په خپل جرم اعتراف کړی دی. دا خبر د «روداو» په نوم یوه کردي- عراقي تلویزوني شبکې د یوه سیمه ایز پولیس افسر په حواله ورکړی دی. علي ب، د عراق په شمال یوه کردي خپلواکمنه سیمه کې نیول شوی دی.

د دوهوک ښار څخه د پولیسو یوه افسر طارق احمد نوموړي تلویزوني شبکې ته ویلي چې علي ب تر نیول کیدو وروسته ویلي چې له دویم قرباني سره یې جنجال یا شخړه رامنځته شوی وه. د علي ب په خبره نجلۍ کوښښ وکړ چې پولیسو ته زنګ ووهي، چې په خبره یې د دې پيښې (قتل) د رامنځته کیدو سبب شو.

د پولیسو د دغه افسر په خبره آلمان ته د علي ب سپارل د کردانو د خودمختارې ادارې کار دی او هغو پورې اړه لري. په آلمان کې د «بيلډ» ورځپاڼې د لومړي ځل د پاره له هغه سره د مرکې په اړه رپوټ ورکړی دی.

عامل په عراق کې ونیول شو

د دې تر څنګ د "Wiesbadener Kurier" او ماینڅ "Allgemeine Zeitung" ورځپاڼو رپوټ ورکړی دی چې شکمن مجرم به د آلماني پولیسو تر تعقیب لاندې له عراق څخه آلمان ته انتقال کړای شي. ویل کیږي چې نوموړی به نن د شنبې په ورځ د فرانکفورت هوایې ډګر ته د الوتکې په وسیله راوستل شي. خو په فرانکفورت کې د پولیسو ادارې بیا دغه رپوټ نه دی تائید کړی.

Mordfall Susanna
پوليسو د چهارشنبې په ورځ د سوزانه مړی ؤموندهانځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

نوموړي شکمن کس د آلمان د ویسبادن د پناه غوښتونکو په یوه مرکز کې ژوند کاوه. هغه د جون میاشتې په پیل کې له خپلې کورنۍ سره د عراق په شمال کې د کردانو له خوا کنترولیدونکې سیمه کې ودرول شو. علي ب د جمعې په شپه د کردي امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی وو.

ویل کیږي چې دغه ۲۰ کلن مهاجر اول پر ۱۴ کلنۍ آلمانۍ نجلۍ (سوزانه) جنسي تیری کړی دی او بیا یې وژلې. سوزانه د چهارشنبې په ورځ په ویسبادن کې په وژل شوي حالت کې موندلې شوې وه.

دویم شکمن تورن کس یو ۳۵ کلن ترکی دی چې په همدې منځ کې د پولیسو له خوا نیول شوی وو، چې د پنجشنبې په ورځ بیرته خوشې شوی دی. په سمدستي ډول پر هغه شک نه کیږي، خو پلټونکي ده ته تر اوسه د شکمن کس په سترګه ګوري. په پیل کې پر هغه شک کیده چې ممکن له دغې پيښې سره به کوم ارتباط ولري. خو کیدای شي هغه په بشپړ ډول بی ګناه وي.