1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د افغانستان د وضعیت په هکله رپوټ بیا هم ځنډیدلی

۱۳۹۶ آبان ۲۹, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د وضعیت ارزونې رپوټ له ځنډ سره مخامخ شوی. د آلمان داخلي رسنیو خبر ورکړی چې تر اوسه پوري لا معلومه نه ده چې په اکتوبر میاشت کې خپریدونکی دغه رپوټ به کله خپور شي.

https://p.dw.com/p/2nw7X
Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

پوښتنه دا ده چې ولې بايد د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هيواد فدرال حکومت ته د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله داسې یو رپوټ وړاندي کړي؟ د افغانستان د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره له آلمان څخه د افغان رد شوو مهاجرو اخراج تل د دې فدرالي هیواد د حکومتي چارواکو ترمنځ یوه ګرمه موضوع ده. د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتي راهیسې له آلمان څخه د افغان رد شوو مهاجرو د اخراج لړۍ پيل شوې ده.

د روان کال په اکتوبر میاشت کې له آلمان څخه ۱۴ رد شوي افغانان بیرته افغانستان ته اخراج شول. د آلمان فدرالي حکومت ادعا کوي چې دغه ډله کسان یا مجرمین او یا هم داسې رد شوي مهاجر ول چې د آلمان له فدرالي حکومت سره یې د خپل هویت په هکله مرسته نه کوله. د نیوکه کوونکو په منځ کې بیا د مهاجرو دغه راز اخراج د اندیښنې او ویرې د رامنځ ته کیدو سبب ګرځیدلی دی.

په هغه وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت داسې توضيح ورکوله چې په کابل کې د آلمان سفارت ته نږدې تر خونړي برید وروسته، د یاد سفارت فعالیتونه په شدت سره محدود شوي دي. په دې ځانمرګي برید کې چې پکې له چاودیدونکو توکو ډک د یوه ټانکر څخه استفاده شوې وه، تر۱۵۰ ډیر کسان ووژل شول. هغه مهال د آلمان فدرال حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا له سره ارزوي.

د «ان. ډي. آر» په نامه یوه آلماني تلویزیوني چینل رپوټ ورکړی چې تر اوسه پوري دا روښانه نه ده چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت دغه رپوټ به کله خپور شي. پتېيل شوې وه چې دغه رپوټ په اصل کې په اکتوبر میاشت کې خپور شي.

په آلمان کې د «پرو ازول» په نامه د مهاجرو د ملاتړ یوه سازمان له یادې رسنۍ سره په یوه مرکه کې نیوکه کړې ده چې د افغانستان د وضعیت په هکله تازه رپوټ به افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج بیا پیل کړي. د دې سازمان حقوقي او سیاسي ویاند برند میسویچ، وايي: «پر اساسي پوښتنو سربیره چې په هکله یې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پوره تازه پایلې او ارزونې نه دي اعلان شوي، د [افغان مهاجرو په هکله] د پریکړې لړۍ بیا هم ادامه لري.»

نوموړی زیاتوي چې د پناه غوښتني په هکله هغه اساسي پوښتنې چې پر دغې لړۍ اغیز کوي یوازې «مبهمي یا نامعلومي نخښي» موجودي دي. د بیلګې په توګه دغه پوښتنه چې د افغانستان کوم ولایتونه یا سیمې د مهاجرو د اخراج له پاره خوندي، د لاس رسي وړ او یا د منلو وړ دي.

د آلمان فدرال حکومت باید دغه رپوټ د دې له پاره چمتو کړي چې د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت افغانستان ته د افغان رد شوو مهاجرو پر اخراج ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې هیواد یعنې افغانستان کې ځینې داسې خوندي سیمي شته چې مهاجر دغو سیمو ته اخراجیدلای شي او دوی [مهاجرو] ته به په دې سیمو کې کوم خطر نه وي.

dpa,ndr/K.H

زموږ له ارشيف څخه: