1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رحیمي: د ټاکنو کمېسیون اعلان د اعتبار وړ نه دی

۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی او له خوا یې د ټاکنو له پاره اعلان شوې نیټه د منلو وړ نه ده. هغوی زیاتوي چې راتلونکې ټاکنې به د یوه نوي کمېسیون له خوا په لاره واچول شي.

https://p.dw.com/p/1HfKP
انځور: DW/H. Sirat

د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دفتر مشر او ویاند مجیب رحیمي، له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د ټاکنو کمېسیون د دوشنبې ورځې اعلان اعتبار نه لري: «د ټاکنو کمېسیون نور مشروعیت نه لري او د هغوی اعلان هم اعتبار نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر یوسف نورستاني، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د روان کال د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه ترسره کړي. نورستاني روښانه کړه چې په تیرو ټاکنو کې یې له ستونزو څخه درس اخیستی دی او د ملي یووالي حکومت، پارلمان او خلکو ته یې یو شمیر اصلاحات وړاندي کړي دي.

په داسې حال کې چې مجیب رحیمي، د افغانستان په ټاکنیز نظام کې پر اصلاحاتو باندي ټینګار وکړ، هغه روښانه کړه چې دغه اصلاحات به د هغه سیاسي تړون له مخې رامنځ ته کیږي چې د ملي یووالي حکومت یې له مخې جوړ شوی دی: «د ټاکنیزو اصلاحاتو په موخه ځینې ګامونه پورته شوي دي. د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون خپل وړاندیزونه ولسمشر او اجرائیه رئیس ته وړاندي کړي دي.»

«راتلونکي ټاکني به نوی کمېسیون ترسره کړي»

د ملي یووالي حکومت تر جوړیدو وروسته، د افغانستان د ټاکنیز نظام پر اصلاح کولو کار پیل شو. تر ډیرو بحثونو وروسته د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو کمېسیون خپل وړاندیزونه حکومت ته وسپارل چې پر اساس یې افغان ولسمشر یو فرمان هم صادر کړ.

خو د هغه دغه فرمان د پارلمان له خوا رد شو او په دې ترتیب دغه بهیر له ستونزې سره مخامخ شو. خو مجیب رحیمي وايي چې اوس حکومت د دې ستونزي د حلولو هڅه کوي: «په اوسنۍ مرحله کې ځیني قانوني ستونزي رامنځ ته شوي دي چې حکومت یې د له منځه وړلو په هڅه کې دی.»

د اجرائیه رئیس ویاند روښانه کړه چې راتلونکي ټاکني به د یوه نوي کمېسیون له خوا مدیریت شي: «نوی کمېسیون به د ټاکنو په قانون کې د ځینو بدلونونو په راوستلو سره، رامنځ ته شي او همدا کمېسیون به د ټاکنو نېټه وټاکي او هغه به مدیریت کړي.»

رحیمي د ټاکنو پر کمېسیون باندي د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د «درغلیو کولو» تور ولګاوه او ویي ویل: «د ۲۰۱۴م کال ټاکنو خراب مدیریت او په هغه کې درغلیو کولو ته په کتو سره، اوسنی کمېسیون باید بدل شي، څو دغه ملي بهیر [ټاکنو] ته په افغانستان کې یووار بیا اعتبار وبخښل شي او نړیوالې مرستې جلبې شي.»

د افغانستان د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د ۲۰۱۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخو درغلیو له کبله سخت تورونه ولګول شول او دواړو مخکښو نوماندانو خپل ځانونه د ټاکنو ګټونکي اعلان کړل.

جنجالونه تر دې سرحده مخکې ولاړل چې د ملي یووالي حکومت په پای کې د امریکا متحدو ایالاتو تر مداخلې وروسته د یوه سیاسي تړون په پایله کې رامنځ ته شو.