1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رحماني: په امريکا کي مي پناه نه ده غوښتې

۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي نيلوفر رحماني هغه راپورونه رد کړي دي چي گويا په امريکا متحدو ايالاتو کي ئې پناه غوښتې وه. د دوشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت د رحماني د پناه غوښتني پريکړه «شرموونکې» وبلله.

https://p.dw.com/p/2UtuQ
Afghanistan erste Luftwaffenpilotin
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د روسيې «ريا نووستي» خبري آژانس د افغاني رسنيو په حواله لیکلي چي افغاني پيلوټي نيلوفر رحماني د افغانستان د دفاع وزارت او تلو نيوز ته په لېږلي ليک کي ليکلي دي چي هغې هيڅ وخت په امريکا متحدو ايالاتو کي د پناه غوښتنه نه ده کړې.

په دغه ليک کي راغلي دي: «ما د زده کړو پرمهال يوه خيريه سازمان او هغو ټولنو ته چي د زده کړو ملاتړ کوي يو غوښتنليک ولېږه چي زما سره د لا ډېرو زده کړو (لوړو زده کړو) ته د زمينې په برابرولو کي مرسته وکړي. په دې برخه کي ماته ډاډ راکړل سوی چي دا يوه قانوني لار هم ده.»

د رحماني په خبره د ښو زده کړو په ترلاسه کولو سره خپل هيواد (افغانستان) ته ښه خدمت کولای سي.

د افغانستان د دفاع وزارت تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي چي آيا رحماني هغوی ته ليک لېږلی که نه.

د افغانستان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ تائيد کړه چي د افغانستان د هوايي ځواک ۲۵ کلني پيلوټي نيلوفر رحماني، په امريکا متحدو ايالاتو کي د پناه غوښتنه کړې ده. تر دې مخکي هغې له وال ستريت ژورنال د رحماني په حواله خبر ورکړی وو چي رحماني بيره لري افغانستان ته په ورتگ سره به ئې ژوند په خطر کي سي.

يادي رسنۍ د رحماني په حواله ليکلي ول چي هغه په افغانستان کي د وسله والو طالبانو له خوا په مرگ گواښل سوې ده.

د امريکايي رسنيو د راپور له مخي مېرمن رحماني د روان کال په دوبي کي لا د پناه غوښتنليک امريکايي چارواکو ته وړاندي کړی وو.

رحماني چي په ۲۰۱۵م کال کي د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د «زړوري ښځي» جايزه ورکړل سوې، د طالبانو تر رژيم وروسته د افغان مېرمنو په ژوند کي د مثبت بدلون راتللو سمبول گرځېدلې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش، ويلي ول، اميدواره دی چي د امریکا متحدو ايالاتو حکومت چي د افغان امنيتي ځواک په جوړښت کي ئې په ميلياردونو ډالره مصرف کړي دي، د مېرمن رحماني د پناه غوښتنه رد کړي.

رادمنش، د مېرمن رحماني دغه پريکړه «شرموونکې» بللې وه او زياته کړې ئې وه، هغه گواښونه چي هغې ياد کړي دي، يوازي د پناه غوښتني بهانه دي.