1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په نړۍ کي بې امني پر ډيرېدو ده

۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

د سولي نړيوال انديکس يا فهرست د راپور له مخي په نړۍ کي امن کم سوی دی. د دغه راپور له مخي د نړۍ د نورو برخو تر څنګ په اروپا کي هم ارامي کمه سوې ده.

https://p.dw.com/p/2z0KZ
Duma Panzer der Syrischen Armee
انځور: Getty Images/AFP

نړۍ په تېر کال کي سوله ايز ځای نه وو. دې نتيجې ته د نړيوالي سولي فهرست (Global Peace Index) يا (GPI) په نوم راپور رسېدلی دی. د اقتصاد او سولي له پاره انستيتيوت (IEP) کلنی راپور د دولسم واري له پاره د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۶مه نېټه) خپور سو.

د دغه راپور د ارزونو له مخې په ۲۰۱۷م کال کي د نړۍ په ۹۲ ملتونو کي سوله ايزتوب کم سو او په ۷۱ هيوادونو کي د امن په ډګر کي بهتري راغلې ده. تردې دمخه چي د چهار شنبې په ورځ دغه راپور خپور سي، د ياد انستيتيوت رئيس او مؤسس ستيف کيلېليا د دغه راپور په اړه دويچه ويله ته معلومات ورکړل. هغه وويل چي له تيرو څلورو کالو راهيسي نړيواله سوله په تدريجي توګه پر ياد منفي استقامت محرکه ده.

ستيف کيلېليا وايي چي په ټوليزه توګه له تيرو ۱۰ کالو راهيسي په نړۍ کي سوله ايزتوب کم سوی دی. د هغه په وينا د دې لوی دليل په منځني ختيځ کي روان بحرانونه دي. د (GPI) د راپور له مخي په ټوله نړۍ کي تر ټولو زياتي ناامني سيمي منځنی ختيځ او شمالي افريقايي سيمي دي.

د ارزول سوو ۱۶۵ هيوادونو په ليست کي سوريه د نړۍ تر ټوله ناامنه هيواد بلل سوی دی. افغانستان، سويلي سوډان، عراق او سوماليا بيا په ناامنو هيوادونو کي تر ټولو ناامنه هيوادونه ياد سوي دي.

په لوېديځه اروپا کي ارامي کمه سوې

د اقتصاد او سولې له پاره انستيتيوت د (GPI) فهرست په ترڅ کي د نړۍ په تر ټولو امنو سيمو کي اروپا هم یاده کړې ده. په راپور کي راغلي دي چي په نړۍ کي تر ټولو زیات له امن او سوله ايزتوب څخه برخمن پنځه هيوادونه آيسلند، اتريش، پورتګال، ډينمارک او نيوزيلند دي. په دغو پنځو هيوادونو کي د نيوزيلند په استثنی ټول امن ترینه هيوادونه په اروپا کي واقع دي.

په (GPI) کي د هيوادونو د نومونو ليکلړ داسي چمتو سوی دی چي تر ټولو زيات امن هيواد پر لومړي مقام او بيا په تدریجي توګه تر هغه کښته په پرتليزه توګه کم امن لرونکي هيوادونه درج سوي دي. په دې توګه تر ټولو زيات امن هيواد د فهرست په سر کي او تر ټولو ناامنه په ۱۶۵م نمبر يعني په پای کي ځای سوی دی.

آلمان په مخکني راپور کي پر ۱۷ نمبر ؤ او په تازه راپور کي پر همدغه مقام پاته سوی دی. خو ستېف کيلېليا وايي چي بيا هم تيرکال له ۳۶ اروپايي هيوادونو څخه په ۲۳ کي کراري کمه سوې ده. په دې توګه په لوېديځه اروپا کي د مخکني راپور په پرتله د تازه راپور له مخي منفي بدلون راغلی دی. حال دا چي په ختيځه اروپا کي د سولې په ډګر کي تر پخوا مثبت تغيرات راغلي دي.

د (GPI) فهرست د ۲۳ نقاطو له مخي جوړيږي او د دغو ټکو له مخي تر ارزوني لاندي هيوادونو د امن څرنګوالی معلوميږي. په دغو ټکو کي «په ټولنه کي ثبات»، «دوام لرونکي بحرانونه» او په همدې شان «پوځي کېدنه» شامل دي. په ټولنه کي د ثبات ټکي له مخي د فهرست جوړونکي کارپوهان دې ته ګوري چي په يوه ټولنه کي تعادل، د بنديانو شمېر، د پوليسو شمېر او د جرمونو احساسېدنه څه ډول ده.

د نظامي کېدني ټکي په ترڅ کي کارپوهان ګوري چي په يو هيواد کي د عسکرو شمېر، د نظامي تجهيزاتو بوديجه د اقتصادي وړتيا په مقايسه او په دې توګه د نظامي تجهيزاتو صادرات ډېر سوي او که کم سوي دي.

په نظامي تجهيزاتو کي پانګونه کمه سوې

په داسي حال کي چي د امريکا متحدو ايالاتو له خوا د روان فشارونو له کبله په اروپا کي د تجهيزاتي بوديجو پر زياتولو تاوده بحثونه روان دي، په نړۍ کي په تجهيزاتو کي پانګونه راکمه سوې ده. د فهرست جوړونکي انستيتيوت رئيس او مؤسس ستيف کيلېليا دويچه ويله ته وويل: «په تيرو لسو کلونو کي ۱۰۴ هيوادونو د خپل اقتصادي قوت په تناسب په خپلو نظامي مصارفو کي کمښت راوستلی او ۱۱۵هيوادونو د خپل نظامي پرسونل شمېر راکم کړی دی.»

کيلېليا زياتوي چي البته د بحرانونو په توندوالي او شدت کي ښکاره زیاتوالی راغلی دی. هغه په دې تړاو شمېرې يادوي او وايي: «په جګړه کي په نړيواله توګه د وژل کېدونکو انسانانو په شمېر کي ۲۴۶ سلنه زياتوالی راغلی دی. په تيرو لسو کالو کي د ترهګرۍ له کبله د وژل کېدونکو شمېر ۲۰۳ سلنه جګ سوی دی.»

د کيلېيا په وينا د ۲۰۱۷م کال د راپور او فهرست څخه دا هم څرګنده سوې ده چي د افريقا د سحرا په سويل کي په پرتو سيمو کي امن او سولې زیات پرمختګ کړی دی. په دې ترڅ کي ګامبيا هيواد په فهرست کي ۳۵ مقام ته بهتره سوی دی.

د دې تر څنګ په ياده سيمه کي پراته ليبېريا، بروندي او سېنيګال هيوادونه په هغو ۵ هيوادونو کي راځي چي پکښي د پخوا په پرتله تر ټولو زياته بهتري راغلې ده.