1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: پاکستاني طالبان د سولي پر خبرو اترو غور کوي

۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبه

يوې پاکستانۍ ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ ليکلي، چي د پاکستاني طالبانو تحريک، چي د دغه هيواد امنيت ته لوی ګواښ دی ښايي د پاکستان له دولت سره د سولي پر خبرو اترو غور وکړي.

https://p.dw.com/p/12p3l
د پاکستاني طالبانو مشران
د پاکستاني طالبانو مشرانانځور: picture alliance / dpa

پاکستاني مشرانو تيره مياشت د ټولو سياسي ګوندونو يوه غونډه، چي پکښي د پاکستان پوځي لوړ پوړو چاوراکو هم ګډون درلود څخه وروسته ويلي ول، چي ښايي د اورپکو سره د سولي خبري اتري وکړي تر څو ترهګري ته د پای ټکی کښېښودل سي.

 

پاکستاني رسنيو د دغه هيواد د لومړي وزير، يوسف رضا ګيلاني، له خولي ليکلي ول، چي دولت دې ته اماده دی، چي د سولي خبرو اترو ته کښېني.

 

د پاکستان يوې معتبري ورځپاڼي، ايکسپريس ټريبيون، په خپل يو راپور کي د پاکستاني طالبانو د معاون، مولوي ولي الرحمان محسود، له خولي ليکلي:

 

« زموږ شورا به په دې اړه پريکړه وکړي، چي آيا له دولت او پوځ سره څه وخت خبري وکړي. خو زما په فکر موږ غواړو، چي په دې خبرو کي هغه هيوادونه شامل کړو، چي موږ پري باور لرو. راځي چي ووايو سعودي عربستان.»

 

د پاکستاني طالبانو تحريک د ۲۰۰۷م کال راهيسي په دغه نوم فعاليت کوي او د القاعدي د ترهګري ډلي سره نږدې اړيکي لري. د پاکستان په دننه کي پر دغي ډلي د ډيرو ځانمرګو بريدونو پړه اچول کيږي.

 

پاکستانی پوځ په څو واره ددې ډلي پر ضد عملياتو تر سره کولو سربيره هم نه دی توانېدلی، چي د افغانستان پولي ته څېرمه د دوی پاخه سنګرونه له منځه يوسي.

 

تر اوسه په زرګونو پاکستاني سرتيري، پوليس او ملکي وګړي د دغي ستونزي قرباني سوي دي.

 

نوموړي ورځپاڼي په خپل انټرنيټي پاڼه کي د محسود له خولي ليکلي:

 

« تر اوسه پوري موږ ته په مستقيمه توګه د خبرو اترو وړانديز نه دی سوی. کله چي زموږ سره اړيکه ونيول شوه، زموږ شورا به په دې اړه وغږيږي. د يوې مهمي پريکړي لپاره يوازي يو مرکزي ميکانيزم شتون لري.»

 

خو د طالبانو د دغي ډلي سره د سولي خبري اتري ښايي واشنګټن په قهر کړي.

 

تير کال د امريکا متحده ايالاتو دغه ډله د بهرنيو ترهګرو ډلو په نوملړ کي شامله کړې وه او د نوموړي ډلي د دوو مشرانو په اړه د معلوماتو ورکولو په اړه هم انعام ټاکلی وو.

 

د روان کال د مي په مياشت کي پلازمېني اسلام آباد ته څيرمه د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د دواړو هيوادونو اړيکي خړي پړي سوې، او امريکا خو اوس د دغه هيواد استخباراتي شبکه په دې تورنوي چي د اورپکو سره مرسته کوي.

 

د امريکا يوي محکمي د دغي ډلي مشر، حکيم الله محسود، په ۲۰۰۹م کال کي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو په يوه پوځي اډه کي د سي آی اې د ۷ تنو کارکوونکو په وژنه تورن کړ.

 

له دغي ډلي سره په تيرو وختونو کي هم د سولي خبري اتري ناکامه سوي دي.

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل