1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: د کارگرو دپاره، امريکا تر ټولو خطرناکه ده

۱۳۹۰ خرداد ۲۹, یکشنبه

د شارون بوروف سازمان د کار د بين المللي ورځي د سلمي کاليزي په وياړ په يو رپوټ کي ليکي چي، د کارګري اتحاديو د فعالينو دپاره د امريکا لويه وچه تر ټولو خطرناکه سيمه بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/11f4o
کارگران تقريباً په ټوله نړۍ کي له خطر سره مخامخ وي
کارگران تقريباً په ټوله نړۍ کي له خطر سره مخامخ ويانځور: DW

د کار د نړيوالي ورځي په وياړ په خپاره سوې راپور کي راغلي چي، د تېر کال په جريان کي يوازي په کولمبيا کي په دې اړه ۴۹ پېښي ثبت سوي دي. سربېره پر دې په برازيل ، هاندوراس او السلوادور کي هم کارګران د خپلو حقوقو د پوهېدو له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي.

هغه ښځي چي په ګواتيمالا، مکسيکو او هايتي کي د کارګري اتحاديو غړي دي تل د مرګ په وسيله تهديديږي او په نورو ځايونو کي د وهلو ټکولو او شکنجې لاندي راځي او يا هم د کاره څخه برطرفه کيږي. په امريکا کي د کارګري اتحاديو ۷۵ غړي وژل سوي دي.

د آسيا څخه بيا رپوټ ورکول کيږي چي څه دپاسه زرتنه زندان ته اچول سوي دي. د ۲۰۱۰ ميلادي کال په جريان کي په آسيايي هيوادونو کي هم زياتره کسان تهديد او يا وژل سوي دي. ځيني وخت د هغوی د کار شرايط دومره غير انساني وي چي کارګران مجبوره سي، خپل ځانونه ووژني.

د چين څخه د ځان وژني د ډېرو ناوړو پېښو څخه خبر ورکړل سوي دي. او د هند په هيواد کي په خاص ډول د پوشاک د توليد په کارخانو کي زياتره کارګران د سختو وهلو ټکولو سره مخامخ دي.

د کارګري تصديو بين المللي سازمان خبر ورکوي چي د کارګري اتحاديو هغو فعالينو چي په پاکستان کي يې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو دپاره مبارزه کوله ، تښتول سوي او شکنجه سوي دي.

په منځني ختيځ کي بيا د کار د بين المللي مقررراتو څخه سرغړونه کيږي. هغه مهاجر کارګران او خدمتګاران چي په کورونو کي کار کوي ، ډېر ځورول کيږي او يا د هغوي څخه ناوړه استفاده کيږي. دوي کوم قانوني ملاتړ هم نه لري.

په بحرين ،عراق، اردن، کويټ، عمان، قطر سوريه او يمن کي بيا کارګري اتحاديې د دولت تر څارني لاندي دي. په دغه رپوټ کي راغلي چي په ايران ، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو کي خو دداسي کارګري اتحاديو جوړول حتي امکان نه لري.

همدارنګه د کارګري تصديو بين المللي سازمان شکايت لري چي په زياتره اروپايي هيوادونو کي هم د کارګري اتحاديو او حکومتونو تر منځ په اجتماعي سطحه خبري اتري نه تر سره کيږي.

گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل