1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: د پاکستان له اړخه سوي ډزي د بريد سبب سوي

۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبه

لوېديځ هڅه کوي، چي د ناټو له لوري پر پاکستانۍ پوځي پوستې د خونړي بريد څخه د رامنځته شوي زيان پايلي محدودي کړي. خو هغه راپورونه، چي پاکستاني پوځيانو لومړی پر امريکايي او افغان ځواکونو ډزي کړي ښايي دغه هڅو ته ګواښ پيښ کړي

https://p.dw.com/p/13IG0
د پاکستاني پوځ يوه ټولۍ د افغانستان سره په سرحد کي
د پاکستاني پوځ يوه ټولۍ د افغانستان سره په سرحد کيانځور: picture-alliance/ dpa

پاکستان د خپلو ۲۴ تنو پوځيانو وژلو سخت په غصه کړی دئ او په دې اړه په هغه هيواد کي سخت لاريونونه تر سره شول.

د امريکا متحده ايالات چي په افغانستان کي ۱۳۰زره پوځيان لري، د هغوئ زياتره اکمالات د ځمکي له لاري د پاکستان څخه افغانستان ته انتقاليږي. د امريکا متحده ايالاتو د دغي پيښي په اړه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې او د نوموړي پيښي په اړه يې د هر اړخيزو پلټنو ږغ کړی.

دغي پيښي ته د غبرګون په توګه پاکستان، افغانستان ته د ناټو پر اکمالاتي کتارونو بنديز لګولی، او د امريکا سره يې د ملګرتيا په اړه له سره د غور خبره کړې او ښايي د ډسمبر پر پنځمه نېټه په المان کي د افغانستان په اړه په دايرېدونکي کنفرانس کي ګډون ونه کړي.

خو د دوشنبې په ورځ د وال سټريټ ژورنال په يوه راپور کي راغلي، چي د ناټو له لوري د پاکستان پر پوځي پوستو بريد، پر افغان او امريکايي ځواکونو د شوي بريد غبرګون وو.

خو پاکستان بيا داسي رپورټونه ردوي، چي گويا لومړی دي د دوئ ځواکونو ډزي کړي وي.

دغسي يوه مقاله د ګارډين په ورځپاڼه کي هم خپره شوي چي په هغي کي د درو افغان او يو بهرني چارواکي په حواله ويل شوي چي د هوايي ځواک ملاتړ د دې له پاره راغوښتل شوی وو، چي د طالب وسله والو سره د جګړې په ترڅ کي د پوځ سره مرسته وکړي.

دغه لويديځوال افسر، چي نوم يې نه دی بربنډ شوی وال سټريټ ژورنال ته ويلي، چي پر ناټو او افغان ځواکونو باندي د پاکستاني پوستي څخه ډزي شوي. او دا د هغې په مقابل کي دفاعي بريد وو.

په کابل کي يو بل تن افغان چاوراکي چي د نوم د اخيستلو څخه يې ډډه کړې، هم ويلي چي د مقابل لوري پر افغان پوځ ډزي کېدې، چي بيا موږ د مرستي غوښتنه وکړه او دغه څه پيښ شول.

دغه چارواکي زياته کړې چي دولت په دې باور لري چي دغه ډزي د پاکستاني پوستي څخه شوي نه د اورپکو له لوري.

خو د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند شوی.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل