1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان ښايي په انګلستان کې ولوبیږي

۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبه

د افغانستان وتلی لوبغاړي راشد خان، اوس د انګلستان له کورني کریکټ کلبونو سره په خبرو اترو بوخت دی، څو په دې هیواد کې ولوبیږي. دغه خبره «دیلي میل» ورځپاڼي کړې ده.

https://p.dw.com/p/2fYBe
Afghanistan Rashid Khan Cricketer England Lions vs Afghanistan
انځور: Getty Images/F. Nel

 اتلس کلن راشد خان، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچوونه د کریکټ د ټولو لوبغاړو په منځ کې په څلورمه درجه ده، په ډیره کمه موده کې په نړیوال کریکټ کې زیات شهرت ترلاسه کړی دی. هغه د ویست انډیز پر وړاندې په یوه ورځینۍ لوبه کې د ۱۸ منډو په ورکولو سره اووه لوبغاړي وسوځول.

راشد خان تر اوسه پورې په ۲۹ یوه ورځینو لوبو کې ۶۳ لوبغاړي او په ۲۷ شل اوریزو لوبو کې ۴۲ لوبغاړي سوځولي دي.

اوس به نو هغه د انګلستان په ډیرو مهمو لوبو کې هم راښکاره شي خو «دیلي میل» ورځپاڼي ویلي دي چې یوازنۍ ستونزه د انګلستان د ويزې سخت قوانین دي چې د راشد خان له پاره ښايي د کاري ویزې ترلاسه کول سخت کړي.

د راشد خان د توپ اچوونې شمیر اوس تر بل هر انګلیسي اوسني لوبغاړي په یوه ورځینو او شل اوریزو لوبو کې لوړ او ښه دی.

زموږ له ارشیف څخه: