1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد او مجیب په IPL کې یو له بل سره مخامخیږي

۱۳۹۷ فروردین ۳۰, پنجشنبه

د افغانستان دوه تکړه او له رازه ډک توپ اچوونکي راشد خان او مجیب ځدران چې د هندوستان په کورني لیګ کې لوبیږي د پنجشنبې په ورځ یو د بل په مقابل کې لوبیږي. دواړه لوبغاړي تر اوسه پورې د هندوستان په کورني لیګ کې ښه ځلیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2wIrP
Afghanistan Rashid Khan Cricketer
انځور: Getty Images/AFP

راشد خان سږ کال هم د سن رایزر حیدرآباد له لوبډلې سره لوبه کوي او تر اوسه پورې یې د دې لوبډلې په ټولو سیالیو کې برخه اخیستې. مجیب ځدران بیا د لومړي ځل له پاره د «کینګس پنجاب» له لوبډلې سره لوبیږي او هغه هم په روان لیګ کې د خپلې لوبډلې په ټولو سیالیو کې راڅرګند شوی دی.

دواړه ځوان افغان توپ اچوونکي تر اوسه پورې ډیر ښه ځلیدلي دي. راشد خان د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې په درو لوبو کې تر اوسه پورې دوه ویکټې اخیستې دي خو د هغه د منډو ورکولو ټیټ اوسط، دغه ځوان توپ اچوونکی د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې په یو له دایمې او اصلي توپ اچوونکو بدل کړی دی. راشد خان د هندوستان په روان کورني لیګ کې تر اوسه پورې یو ځل د لوبې غوره لوبغاړی شوی دی. په تیرو درو لوبو کې راشد خان په اوسط ډول په هر اوور کې ۵،۵۸ منډې ورکړې دي.

سن رایزر حیدر آباد تر اوسه پورې درې لوبې کړي دي چې درې واړه یې ګټلې دي.

مجیب ځدران چې د هندوستان په کورني لیګ کې یې لومړی کال دی هم د خپلې لوبډلې په درو واړو لوبو کې لوبېدلی دی او تر اوسه پورې یې درې ویکټې ترلاسه کړي دي. هغه په دې ترڅ  کې د نړۍ د تر ټولو غوره توپ وهوونکي ویرات کولي ویکټه هم اخیستې ده.

مجیب په تیرو درو لوبو کې په هر اوور کې په اوسې ډول ۶،۸۱ منډې ورکړي دي. د هغه د منډو ورکولو ټیټ اوسط، په حساسو وختونو کې د ویکټ ترلاسه کولو وړتیا او له رازه ډکه توپ اچونه دغه ځوان لوبغاړي د هندوستان د روان کورني لیګ په یوه ستوري بدل کړی.

د پنجشنبې په ورځ د سن رایزر حیدرآباد او کینګس پنجاب لوبډلې سره مخامخیږي. که څه هم لا تر اوسه پورې لوبډلو خپل یوولس لوبغاړي نه دي اعلان کړي خو ښايي مجیب او راشد دواړه په لوبه کې وي. بل افغان توپ اچوونکی محمد نبي هم د سن رایزر حیدر آباد په لوبډله کې شامل دی، خو دا چې هغه دې د سه شنبې په لوبه کې ولوبیږی، یو څه امکان يې لږ دی.