1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راخوی کاتالونيا تر مرکزي ادارې لاندې راوستله

۱۳۹۶ آبان ۶, شنبه

لومړی د کاتالونيا سيمه يز پارلمان د خپلواکۍ په نفع رايه ورکړه، بيا راخوی پسې اقدام وکړ: د هسپانيې صدراعظم په بارسلونا کې مېشت سيمه يز حکومت ګوښه کړ او د بيا ځلو انتخاباتو د راغوښتلو اعلان يې وکړ.

https://p.dw.com/p/2mesd
Spanien PK Ministerpräsident Mariano Rajoy in Madrid
انځور: Reuters/S. Vera

په کاتالونيا کې د بېلتون غوښتنې په سر تر ناندرئيز رفرنډم تقريبا څلور اوونۍ وروسته په مادريد کې مېشت مرکزي حکومت د بارسلونا بېلتون غوښتونکي بې واکه کړي دي. د هسپانيې صدراعظم، ماريانو راخوی، د سيمه يز حکومت مشر، کارلېس پوجدمون له دندې ګوښه کړی دی. د دسبمر د ۲۱مې نېټې له پاره يې په کاتالونيا کې د بيا ځلو انتخاباتو د راغوښتلو اعلان هم وکړ.

راخوی د جمعې په ماښام د کابينې له يوې بېړنۍ ناستې وروسته وويل چې دا هغه «لومړني تدابير» دي، څو په سيمه کې تر دې مهاله پورې د مسوولو کسانو له لوري د «سرغړونې له اوج» څخه مخه ونيول شي. له هغه وخت راهيسې چې هسپانيا په ۱۹۷۸ م کال کې دموکراسۍ ته بېرته ستنه شوې ده، تر اوسه پورې هيڅ کومه سیمه د مادريد تر جبري ادارې لاندې نه وه راغلې.

د هسپانيې په تاريخ کې بې ساری ګام

په دغه بې ساري ګام سره راخوی غواړي چې د هسپانيې هغه سخت سياسي کړکېچ ته د پای ټکی کښېږدي چې د پوجدمون له خوا د خپلواکۍ په سر د ټولپوښتنې د لارې د اکتوبر په اوله نېټه رامنځ ته شوې ده. راخوی وويل چې «هسپانيا يوه د خپګان وړ ورځ تجربه کړې ده». خو په عين حال کې د دې وخت هم دی څو د کاتالونيا ټولو اوسېدونکو ته سړی غوږ ونيسي يعنې دا چې هغوی دې خپله د خپلې راتلونکې په هکله تصميم ونيسي. د ده په خبره هيڅوک نه شي کولای چې له قانون څخه ورها خوا پاته شي.

د پوجدمون په وړاندې حقوقي دعوا

راخوی د دې اعلان هم وکړ چې کابينه به يې د سيمه يز حکومت وظايف پر غاړه واخلي. دا يې هم وويل چې د کاتالونيا د پوليسو مشر يې ګوښه کړی دی. مرکزي حکومت په مادريد او بروکسل کې د کاتالونيا حکومتي استازي ګوښه کړل او په ټوله نړۍ کې يې په استثنا د بروکسل د کاتالونيا نمايندګۍ وتړلې. د هسپانيې لويې څارنوالۍ د پوجدمون په وړاندې د «بغاوت» په تور د حقوقي دعوې د شروع کولو اعلان هم کړی دی. لويه څارنوالي به له دې مخې په راتلونکې اوونۍ کې د پوجدمون په وړاندې قضيه پيل کړي. د «بغاوت» په سر د هسپانيې په قانون کې تر دېرشو کالونو پورې بند په نظر کې نيول شوی دی.

اروپايي ټولنې له راخوی څخه ملاتړ وکړ

د امريکا متحده آيالاتو، اروپايي ټولنې، آلمان او فرانسې د پارلمان له خوا د خپلواکۍ تر پرېکړې وروسته خو د راخوی له خوا د جبري ادارې تر اعلانېدو د مخه له راخوی څخه ملاتړ وکړ. د اروپايي ټولنې د شورا مشر، دونالد توسک، وويل چې اروپايي ټولنه به له دې وروسته هم يوازې له هسپانيې سره تماس لري او خبرې به ورسره کوي.

د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر، ژن کلود يونکر، په اروپايي ټولنه کې «له نورو درزونو» څخه خبرداری ورکړ او ويې ويل: «زه نه غواړم چې اروپايي ټولنه دې سبا ۹۵ هېوادونه راونغاړي.» د آلمان د بهرنيو چارو وزير، زيګمار ګابريل، څرګنده کړه چې يوازې خبرې د حقوقي دولتولۍ پر بنسټ کولای شي چې د حل يوه لاره په ګوته کړي. هغه دا هم وويل چې «له دې کبله به د کاتالونيا له خوا يو اړخيز د خپلواکۍ اعلان هم په رسميت ونه پېژندل شي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.10.2017):