1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمیزیر: تيرکال آلمان ته څه د پاسه ۱۸۶ زره مهاجر راغلي

۱۳۹۶ دی ۲۶, سه‌شنبه

تیرکال آلمان ته د راتلونکو پناغوښتونکو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د ۲۰۱۷ م کال له جنورۍ څخه تر دسمبر میاشتې پورې دغه هیواد ته ۱۸۶۶۴۴ تنه پناغوښتونکي راغلي دي.

https://p.dw.com/p/2qvIR
Deutschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge in Nürnberg
انځور: picture alliance/dpa/Geisler-Fotopress

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۱۶) اعلان وکړ چې د ۲۰۱۷م کال له جنورۍ څخه تر دسمبر میاشتې پورې په دغه هیواد کې د راجستر شویو پناغوښتونکو شمیر۱۸۶۶۴۴ وو.

د آلمان ادارو په ۲۰۱۶م کال کې دغه هیواد ته د ۲۸۰ زره پناغوښتونکو د راتګ خبر ورکړی وو، په داسې حال کې چې تر دې یو کال مخکې یعنې په ۲۰۱۵ م کال کې بیا دغه شمیر شاوخوا ۸۹۰ ته لوړ شوی وو. د دغو پناغوښتونکو لویه برخه لکه د ۲۰۱۶م کال په څیر یو وار بیا هم د سوریې د کورنۍ جګړې مهاجر دي.

د ورکړل شویو شمیرو له مخې تیرکال په مجموع کې ۷۴۴۳۴ تنه سوریایې مهاجر، ۲۱۰۴۳ تنه عراقي مهاجر، ۱۲۳۴۶ له افغانستان او ۹۵۲۴ له ارتیریا څخه آلمان ته راغلي دي. همدارنګه تیرکال له ترکیې څخه هم نږدې ۸۰۰۰ کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (Bamf)  په ۲۰۱۷م کال کې د ۶۰۳۴۲۸ پناغوښتونکو د پناه په هکله پریکړې کړي دي.

د د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې په حواله د پناه د هغو دوسیو چې د څیړنې بهیر یې جریان لري (۶۸۲۴۵ دوسيې)، د ۲۰۱۳م کال په څیر خپلې ټیټې کچې ته را کم شوی دی.

د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشت کې د پناه د دا ډول دوسیو شمیر ۴۳۳۷۱۹ وو، چې د څیړنې بهیر یې پای ته نه وو رسیدلی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر وویل چې «د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره نور نو د کړکیچونو له پایلو سره نه ده مصروفه». دیمیزیر زیاته کړه چې اوس نو د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره کولی شي خپله پاملرنه پر راتلونکو مسئولیتونو یا وظایفو متمرکزه کړي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: