1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیميزیر د پيګیدا په اړه اندیښنه څرګنده کړه

۱۳۹۴ مهر ۲۷, دوشنبه

د آلمان له ARD رسنې سره په مرکه کې، د دغه هيواد د کورنیو چارو وزیر توماس دیميزیر، ویلي دي چې د «پيګیدا ډله ښی اړخه افراطیان» دي. دغه ډله د مهاجرو پر ضد مظاهرې کوي او اوس په دریسدن ښار کې د یوې نوې مظاهرې تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/1GqI1
انځور: picture-alliance/dpa/T. Hase

دېميزیر په دې مرکه کې ویلي دي: «هغوی [د پيګیدا ډلي غړي] د مهاجرو په اړه ټولیزي ادعاوي کوي او هغوی ټول جنایتکاران بلي. هغوی ټول سیاستوال په خیانت تورنوي.»

دې آلماني سیاستوال له خپلو دغو خبرو سره د کولن ښاروالي له پاره پر کاندیدي باندي د چړې برید ته اشاره وکړه. پر دغي سیاستوالي باندي ښایي له دې کبله برید شوی وي چې ښار یې د مهاجرو د منلو سیاست لري. پر دې سربیره د شنبې په ورځ پر هغو کسانو باندي هم برید شوی وو چې له مهاجرو سره مرسته کوي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر له تیر کال راهیسې پر مهاجرو باندي د بریدونو د درې وارې لوړیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د هغو کسانو په گډون چې آلمان ته د مهاجرو د راتګ په اړه اندېښنه لري، پر ټولو آلمانیانو باندي غږ وکړ چې د پيګیدا له ډلي سره یوځای نه شي. هغه وویل: «کرکه د دغه شان پیښو له پاره لاره اواروي.»

دیميزیر د یکشنبې ورځې په مرکه کې وویل: «له هغو کسانو څخه ځانونه خوندي وساتئ چې زموږ په هیواد کې دغه کرکه او زهر شندي.» هغه زياته کړه: «هر هغه څوک چې په دې لور ورځي باید پوه شي چې هغوی په داسې کسانو پسې ورځي چې د خلکو له احساساتو څخه ناوړه گټه اخلي.»

تر ۱۸ کلنۍ د کم عمر کسان له ګواښ سره مخامخ دي

د آلمان د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې له پيګیدا څخه د لیري کیدو غږ کوی چې د دې ډلې غړي د دوشنبې په ورځ ناوخته په دریسدن ښار کې د یوې مظاهرې پلان لري. په دې سره به دغه ډله د خپل جوړښت لومړۍ کلیزه ولمانځي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر همداراز د سلفیانو ډلې له کبله هم ګواښ وکړ چې په خبره یې هغو کسانو ته د رسیدو هڅه کوي چې تازه آلمان ته رسیږي. دیميزیر وویل چې دغه ډله کیدای شي هغه کسان په نخښه کړي چې عمر یې له ۱۸ کلونو کښته وي او یوازي آلمان ته رسیدلي وي: «دا زموږ له پاره لویه اندیښنه ده .»

دغه آلماني چارواکي ټینګار کړی چې د کښته عمر مهاجرو د ساتني له پاره به لازم اقدامات وشي. دیميزیر وویل: «زموږ په هیواد کې د کرکې او تاوتریخوالي له پاره ځای نه شته.»

دیميزیر هغه غوښتني هم رد کړې چې آلمان دې پر خپله پوله اغزن سیم وغځوي. هغه د کډوالو د کړکیچ د کنترول په برخه کې د ترکیې نقش مهم وباله او ویې ویل چې اروپایي ټولنه باید له ترکیې سره په دې برخه کې کار وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب