1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزېر: افغانستان هيڅ وخت يوازي نه پريږدو

۱۳۹۰ شهریور ۲۱, دوشنبه

د آلمان ددفاع وزير توماس ديميزېر وايي، چي هيواد به يې د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو تر ايستلو وروسته هم په هغه هيواد کي خپلو زيربنايي کارونو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/12XDO
د آلمان ددفاع وزير توماس ديميزېر
د آلمان ددفاع وزير توماس ديميزېرانځور: picture alliance/dpa

ديميزې د يوې آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي: « موږ په افغانستان کي د زيربنا د برخي مسووليت لرو. موږ د مزار شريف د هوايي ډګر چاري پر مخ وړو او همدا موږ د نورو لوجيستيکي چارو مسووليت لرو.»

 

هغه ويلي، ددې معني داده چي موږ نه سو کولای ووايو، چي د هوايي ډګر نيمايي کوو. « کله چي سړی دومره زيات مسؤليت ولري نو دا کار بيا دومره اسانه نه دی.»

 

دی وايي، ځکه نو موږ د مخاليف گوند او نورو هغو ددې وړانديزونو په مقابل کي مقاومت کوو، چي وايي موږ بايد ووايو چي څومره وخت ته اړتيا ده.

 

ديميزير په مرکه کي زياته کړې، موږ دا کار هله کولای سو، چي موږ وپوهيږو، چي د افغانستان په شمال کي د خپلو دوستانو او شريکانو لپاره ټول کارونه سم دي.

 

په پلان کي ده چي د روان کال د اکتوبر په مياشت کي به د افغانستان څخه د ځواکونو د را استلو په اړه خبري پیل سي.

 

په پام کي ده چي د آلمان، امريکا د متحده ايالتو، ناروې، سويډن، مغلستان او ترکيې د دفاع وزيران سره راټول او پر دې باندي خبري وسي چي د جمهوررئيس بارک اوباما د عسکرو د ايستلو ستراتيژي به د افغانستان په شمال کي څنگه وي.

 

د آلمان ددفاع وزير توماس ديميزېر په نړيواله کچه او د همکارانو او شريکانو تر منځ د جرمني د دريځ او حيثيت په هلکه خپل اطمنان څرګند کړ.

 

په ۲۰۱۴ کال د افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د ايستلو په تړاو د المان ددفاع وزير وويل، چي المانان به هغه څوک نه وي چي د افغانستان څخه ژر تر ژره پښي سپکي کړي او هغه هيواد يوازي پريږدي.

 

ده زياته کړه چي د افغانستان او آلمان تر منځ د لسيزو راهيسي ښه او کاميابه همکاري موجوده ده، او آلمان به افغانان هيڅکله هم يوازي پرې نږدي.

 

نوموړي وزير وويل، چي د افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په هغه هيواد کي د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو په موخه آلماني عسکر شتون ولري.

آژانسونه/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل