ديميزير:اوس په المان کي د تروريستي بريدونو خطر نسته
۱۳۸۹ مهر ۱۳, سهشنبهخو د امريکا د فوکس نيوز تيلويزيون تازه ادعاوي ښه يي چي ترهګر د المان په پلازمېنه کي د اورګاډو په مرکزي تمځای، د برانډن بورګ د دروازې پرهوټل اډلون او ددې ښار پر مشهورتيلويزيونی منار د بريدونو پلان لري.
فوکس نيوز ددي خبرونوسر چينه په افغانستان کي نيول شوی يو تن ښودلی دی.
د المان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په يوه بېړني مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي د 2009 ميلادي کال د پيل څخه داسي نښي نښاني دي چي پکښي د القاعدې تروريستي شبکه په امريکه، المان او د اروپا پر نورو هيوادونو د بريدونو پلان لري.
« دا معلومات استخباراتي کړيو تر لاسه کړي، چي په جرمني کي د کلونو راهيسي د تروريستي ګروپونو لخوا د خطرناکو کسانو د جذب هڅه سوې چي دا د المان د امنيت د ايالتي او مرکزي چارواکو لخوا تحليل سوي او ارزول سوي دی»
ديميزير په برلين کي د تروريزم په وړاندي د مبارزې د مرکز څخه د کتني پر مهال وويل چي، المان د څو ونيو راهيسي د خپل نړۍ والو همکارانو سره په دې هکله د معلوماتو په بدلولو کي بوخت دي.
هغه وويل چي، موږ د ټولو لارو او سرچينو سره تر تماس وروسته داسي معلومات نه دي ترلاسه کړي چي په هغه کي دي راغلي وي چي د ترهګرو بريدونو د جدي ګواښ سره مخامخ دی.
په المان کي د ترهګريزو بريدونو د خطر خبرو هغه وخت زور واخيستی چي په امريکا کي د حکومتي چارواکو له پلوه اروپا ته سفر کونکو ته د احتياط څخه د کار اخيستلو خبره سوي وه.
خو د المان د بهرنيو چارو د وزارت وياند سټيفان بريډول نورو ملکونو ته سفر کوونکو ته وويل چي دوی بايد د المان د بهرنيو چارو د وزارت ويب پاڼي ته مراجعه وکړي.
« دلته به دوی د امنيت په اړه هم خبرسي او د سفر د اجازې په اړه هم، او داسي نور معلومات هم ترلاسه کولای سي. »
ديميزير يوار بيا پر دي خبره ټينګار وکړی چي په المان کي اوس داسي کوم واضع شواهد نسته چي بايد عمل وشي.
فورستيناو/ برېښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل