1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير: ټول غړي هيوادونه دې مهاجرو ته مساوي حقوق ورکړي

۱۳۹۶ شهریور ۱۸, شنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د داسې يو تړون د رامنځ ته کيدو غوښتونکی شو چې پر مخ يې د اروپايي اتحاديې ټول غړي هيوادونه مهاجرو ته مساوي امتيازات ورکړي. د ديميزير په آند آلمان مهاجرو ته زيات امتيازات ورکوي.

https://p.dw.com/p/2jdJQ
Deutschland Thomas de Maizière
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزیر له يوې ورځپاڼه سره چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۹مه نېټه) خپره شوې، په کړې مرکه کې ويلي دي چې دی د اروپا په کچه د مهاجرو د امتيازاتو په اړه د يو مساوي معيار غوښتونکی دی. هغه زياته کړه چې په دې برخه کې د آلمان موجوده سيستم، د انساني قاچاقبرانو د زياتې پاملرنې سبب واقع شوی دی.

ديميزير «راهينشه پوست» ورځپاڼې ته وويل چې ډیری مهاجر غواړي په آلمان کې ژوند وکړي، ځکه آلمان کې « چلن ښه او د قبولۍ شرايط سخاوتمندانه دي» دغه راز « مهاجرو له پاره امتيازات په کې يو څه لوړ دي». د هغه په وينا دا آلمان ته د مهاجرو د « جذب او تشویق يو لامل دی».

ديميزير د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا غوښتنه يې په دې مانا ده چې آلمان به د مهاجرو له پاره امتيازات کموي؛ وويل، اړتيا ليدل کيږي چې د مهاجرو امتيازات د اروپايي اتحاديې په ټولو غړو هيوادونو کې محاسبه کړل شي. « د دې اړتيا ليدل کيږي چې په اروپايي اتحاديه کې د پناه غوښتنې بهير او د پناه غوښتونکو له پاره امتيازات د مخکې په پرتله ډير منظم کړل شي. دلته د ځينو کيسونو د قبولۍ کچه د نورو ځايونو په پرتله لوړه ده، همدا ډول ټولنيز خدمات هم لوړ دي».

دیمیزیر د دې خبرې په تائید سره چې په آلمان کې د ژوند مصارف د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله لوړ دي، وړاندیز کوي چي که چیرې په دې برخه کې یو واحد سیستم رامنځته شي، دا امکان لري چې د اوسيدو د هغو مصارفو حد چې له وړاندې د اروپايي ټولنې له لوري ټاکل شوی، د هغې د برابريدو سربیره به، د مهاجر د اوسیدو د لوړو مصارفو له پاره د ممکنه سبسایدي په جوړښت کې هم مرسته وکړي.

د آلمان د مهاجرت قانون پر حکومت حکم کوي چې د مهاجرو له پاره ډوډې، کالي، نظافت د ساتنې مواد او « لمړنۍ شخصي اړتياوې» لکه ټيلفون چې مهاجر وشي کړای خپلو کورنيو سره اړيکې ونيسې؛ برابر کړي. قانون حکم کوي چې دغه ټولې اړتياوې بايد د توان تر آخري حده د نغدو پيسو پرځای د اجناسو او د خدماتو له لارې ترسره شي. خو دا بيا د آلمان شپاړلسو ايالتونو پورې هم تړلی ده، کيدای شي په ځينو ایالتونو کې د اجناسو پر ځای نغدې پیسې ورکړل شي.

په آلمان کې د يو مجرد بالغ مهاجر له پاره چې په کمپ کې ژوند کوي په مياشت کې ۱۳۵ يورو (۱۶۲ امريکايي ډالر) ورکول کيږي په داسې حال کې چې واده شويو افرادو ته د هر کس لپاره ۱۲۹ يورو په نظر کې نيول شوي دي. د مهاجرو ماشومانو ته د هغوي د عمرونو له مخې له ۷۶ يورو څخه تر ۸۳ يورو ورکول کیږي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير دغه راز د آلمان د حفاظت پر موجوده قانون هم کلکه نيوکه وکړه او وې ويل چې په دغه قانون کې مهاجرو لپاره ډيرې داسې لارې چارې شتون لري چې هغوی کولای شي د منفي ځواب اخيستو په صورت کې له سره د اقامې دعوا وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.05.2017):