دوهمه درجه مهاجر
د يونان او مکدونيا په سرحد کي په سوونو مهاجر بند پاته دي. له تيري اونۍ راهيسي دلته نوی قانون پلی کيږي. څوک چي غلط پاسپورت ولي له خپل ځان سره ئې خپله ظلم کړی.
بنگله دېشيان، پاکستانيان، ايرانيان، نيپالان او مراکيشان انسانان نه دي، ولي؟ له دغه روايت سره د يونان-مکدونيا په سرحد کي مهاجرين د اغزي لرونکي سيمانو تر شا ولاړ دي. مکدونيا يوازي افغانان، عراقيان او سورييان پرېږدي.
يو مهاجر د خپل همسفر شونډي گنډي. د معلوماتو له مخي هغه ايرانی دئ. د بالکانو هيوادونو لکه مکدونيا، سربستان، کروشيا او سلوانيا له پاره ايرانی مهاجر په اصلاح اقتصادي مهاجر دي (چي د کار له پاره اروپا ته ځي) دوی ته له سرحده د تيرېدو اجازه نه ورکول کیږي.
د اسيايي او افريقايي هيوادونو تر زرو زيات مهاجر له مکدونيا سره د يونان په سرحد کي بند پاته دي. دلته د مهاجرو اسناد او د هغوی څېرې کتل کيږي چي له کوم هيواده راغلي دي بيا ئې په اړه پريکړه کيږي.
يوه ايرانۍ کوچنی چي پر اننگو باندي ئې د مرستي کلمه ليکلې ده.
له يونان څخه مکدونيا ته د اورگاډي تگ راتگ له څو ورځو راهيسی بند سوی دئ. پر سرحدي سيمي مهاجرو د اورگاډي پټلۍ د اعتراض په توگه بنده کړې ده.
«موږ په مرميو وولئ، موږ به هيڅکله پر شا ولاړ نه سو» د بنگله دېش يو ځوان په يخه هوا کي بدن لڅ کړی او اعتراض کوي. د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مکدونيا باندي نيوکه کړې چي بشري حقونه تر پښو لاندي کوي. هر انسان حق لري چي د پناه غوښتنه وکړي.
له مکدونيا سره د يونان په سرحد کي نژدې ۲۰۰ انسانانو د نه خوړلو اعتصاب کړی دئ. مهاجر نه خواړي په يونان کي پاته سي. دوی غواړي د شمالي اروپا پر لور حرکت وکړي.
په دغه سیمه کي ښځي او کوچنيان په يخه هوا کي تر شنه اسمان لاندي شپې او ورځي تيروي. په دې ورځو کي په ياده سيمي کي بارانونه اوري او د شپې له خوا هوا ډېره سړه وي.
له مکدونيا سره د يونان په سرحد کي دغه مهاجر له آلمان څخه د مرستي غوښتنه کوي. د سپتمبر مياشتي په لومړيو کي آلمان پريکړه وکړه چي هغه مهاجر چي د انگري په سرحد کي ناست دي خپل هيواد ته وروغواړي. دغه مهاجر اوس له آلمانه غواړه چي له دوی سره هم ورته چلن وسي.