1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دولتي لمانځنه په آلمان کي څه شي ته وايي؟

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

د آلمان له پخواني صدراعظم هلموت کول سره د وروستۍ خدای په امانۍ لمانځنو د دغه هيواد حکومت ته ننګونې رامنځ ته کړي دي. دا به لومړی ځل وي چي دا ډول رسمي او دوديزه لمانځنه به نوې اروپايي بڼه ولري.

https://p.dw.com/p/2fiLj
Deutschland Totenmesse für Kohl in Berlin
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Macdougall

د آلمان پخوانی صدراعظم هلموت کول په ۸۷ کلنۍ کې د ۲۰۱۷م کال د جون مياشتي پر ۱۶مه نېټه ومړ. د هغه د سياسي فعاليتونو او لاس ته راوړنو له کبله په آلمان کي د هغه درناوی کيږي.

د آلمان ددغه صدراعظم او اروپايي سياستوال د ژوند د لاس ته راوړنو د تعزيم له پاره په اصل کي دولتي رسمي فورمونه او لمانځنې موجود دي. خو له هلموت کول سره د خدای په اماني په مراسمو کي ځيني داسي اروپايي نوښتونه ورزيات سوي چي مخکی يې ساری نه ؤ.

دولتي لمانځنه

په آلمان کي يوازي هغه وخت يوه دولتي لمانځه تر سره کيدلای سي، چي د آلمان ولسمشر يې په اړه فرمان صادر کړي. په دا ډول يو فرمان کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت ته وظيفه سپارله کيږي چي اړونده دولتي لمانځنه تنظيم کړي. ولسمشر دا ډول فرمان عموماً د اړوند شخصيت تر مړيني وروسته په لومړيو ورځو کي د هغه له کورنۍ سره تر مشورو وروسته صادروي.

د آلمان ولسمشر د مړ سوي شخص له کورنۍ سره د تفاهم پرته هيڅ دا ډول اقدام نه کوي. دا د هلموت کول په مورد کي ډېر ښه څرګنديږي ولي چي هلموت کول او د هغه دويمي مېرمني نه غوښتل چي تر مړيني وروسته مراسم يې په آلمانۍ سطحه تر سره سي. هلموت کول غوښتل چي له هغه سره په اروپايي سطحه مخه ښه وسي.

خو دا چي د مړه سوي يو دولتي يا حکومتي کس دولتي وروستي مراسم په کوم ځای کي تر سره سي، حتمي ځای ورته نه دی ټاکل سوی. په تيرو وختونو کي په ورته مراسمو کي د آلمان د پارلمان ودانۍ په همدې شان کليساوي هم انتخاب سوي دي.

دولتي خاورو ته سپارنه

د دولتي لمانځنې تر څنګ دولتي خاورو ته سپارنه هم وجود لري. د آلمان د فدرالي جمهوريت له جوړښت راهيسي ۳۰ ځله اشخاص په دولتي مراسمو سره خاورو ته سپارل سوي دي. په دولتي مراسمو کي خاورو ته په سپارل سوو کسانو کي د آلمان پخواني ولسمشران، صدراعظمان، وزيران او پارلماني سياسيون شامل ول.

کله چي په ۱۹۷۷م کال د ترهګري ډلې (RAF) له خوا د آلمان عمومي څارنوال سيګفريډ بوباک ترور سو، نو نه يوازي هغه، بلکي د هغه وژل سوی موټروان او امنيتي کس هم په رسمي دولتي لمانځنو سره خاورو ته وسپارل سول.

وروستی ځل په دولتي مراسمو سره خاورو ته سپارنه په آلمان کي په ۱۹۹۷م کال تر سره سوې وه، چي هغه د آلمان د پخواني ولسمشر کای اوه فون هسل خاورو ته سپارنه وه. په دې توګه نو په آلمان کي له تيرو۲۰ کلونو راهيسي په دولتي مراسمو خاورو ته سپارنه نه ده تر سره سوې. دا د هغه باوجوده چي له هغه راهيسي د آلمان ۴ پخواني ولسمشران مړه سوي دي. کتونکي وايي چي په دولتي ځانګړو مراسمو کي د يو کس خاورو ته سپارنه ډېره رسمي بڼه لري او د دې مخه نيسي چي له مړه سوي سره په خصوصي توګه مخه ښه وسي. کتونکي وايي له همدې کبله دغه دود د له منځه تلو په حال کي دی.

د وير مراسم

د دود له مخي تر دولتي مراسمو وروسته د وير ځانګړي مراسم هم تر سره کيږي. دغه مراسم د تشريفاتي پوځي ډلې له خوا تر سره کيږي چي ښه تنظيم سوي وي.

نوی «وير لمانځنه»

له هلموت کول سره د مخه ښه په ترڅ کي د آلمان حکومت او اروپايي اداره پر نوو لارو روان سوي دي. هغوی له هلموت کول سره د خدای په اماني د مراسمو له پاره يوه نوې اصطلاح «وير لمانځنه» کارولې ده. دا چي اروپايي اتحاديه يو هيواد نه دی چي له يوه هيواد څخه د دولتي وروستۍ مخه ښه مراسم نقل کړي، نو د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د هلموت کول د وروستيو مراسمو په ترڅ کي له اروپايي اتحاديې سره ګډ کار کوي.

تر دې مخکي چي په شتراسبورګ کي د هلموت کول «وير لمانځنه» وسي، د هغه له پاره په المان کي د سپايرر په کليسا کي مراسم پلان سوي دي.