1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوستم: له حکومت څخه نه جلا کیږم

اسماعیل شاکر۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، هغه آوازې رد کړې چې ګواکې دی د خپلو وړاندیزونو د نه منل کیدو له کبله له حکومت سره پریکون کوي.

https://p.dw.com/p/1Hpgt
انځور: picture-alliance/dpa

دوستم د پنجشنبې په ورځ د «جنبش ځوانانو» یوې غونډې ته د وینا پر مهال ومنله چې د ځینو مسایلو پر سر په حکومت کې دننه ستونزې شته خو په خبره یې دا په دې معنی نه ده چې ګواکې دی له حکومت سره پریکون کوي: «زه هیڅکله هم د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه له حکومت څخه نه جلا کیږم. د دغه حکومت په جوړولو کې اساسي رول لرو.»

تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ګواکې دوستم له ولسمشر غني سره پر ځیني مسایلو اختلاف لري او دی به له حکومت سره خپل پریکون اعلان کړي. د عبدالرشید دوستم په مشری د جنبش ګوند ویاند رسنیو ته ویلي وو چې دوستم له هغه سره د شویو ژمنو د نه عملي کیدو له امله له حکومت څخه خفه دی.

د ځوانانو او بې روزګارۍ ستونزو د هواري له پاره د ځوانانو چارو وزارت رامنځته کول، په څلورو زونونو کې پر وسلو او تجهیزاتو باندې له ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، ولسي پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو څخه د يوه سمبال او مجهز ځواک جوړوول د جنرال دوستم هغه طرحې دي چې ویل کیږي حکومتي مشرانو یې د وړاندیزونو په اړه عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

ښاغلي دوستم هم په غونډه کې ومنله چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له ځوانانو سره شوې ژمنې نه عملي شوي: «زه د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه اعتراف کوم چې ژمني مو نه دي عملي کړي.»

دوستم روښانه کړه چې ځوانانو له پاره د یوه ځانګړي وزارت ژمنه د مالي ستونزو له امله نه ده پوره شوې. خو هغه ټینګار وکړ چې وړاندیز یې کړی دی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د ځوانانو چارو وزارت په نوم ونومول شي ځکه په خبره یې یو معینیت د افغان ځوانانو ستونزې نه شي هوارولی.

دغه راز د ولسمشر لومړي مرستیال د هیواد امنیتی وضعیت په برخه کې کندز ولایت ته هم اشاره وکړه او د دغه ولایت له خلکو یې بخښنه وغوښته. ده وویل چې حکومت په سمه توګه د کندز د خلکو ستونزو ته رسیدګي نه ده کړې.