1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دمشق د یوه ممکنه اوربند په اړه خبرې کړي

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ شهریور ۲۹, جمعه

د سوریې د لومړي وزیر مرستیال د یوه ممکنه اوربند په اړه خبرې کړې دي. تر دې مخکې دمشق دا وړاندیز چې د خپلو کیمیاوي وسلو کنترول نړیوالې ټولنې ته ولیږدوي منلی وو.

https://p.dw.com/p/19kwf
انځور: Reuters

دمشق د یوه ممکنه اوربند په اړه خبرې کړي

د سوریې د لومړي وزیر مرستیال قدري جمیل، له اوربند سره د اسد د رژیم د ممکنه لیوالتیا په اړه خبرې کړې دي. تر دې مخکې په جینوا کې د خبرو اترو میز ته د سوریې د کړکیچ د ښکیلو اړخونو د راوستلو هڅې ناکامه شوې وې.

بریتانوي ورځپاڼې، «گاردین» د پنجشنبې په ورځ ناوخته، په یوې مقاله کې د جمال قادري په حواله لیکلي دي: «نه پاڅونکوونکي او نه هم رژیم د دې توان لري چې [له پوځي لارې] یو بل ته ماتې ورکړي.

په سوریې کې له دوو کلونو راهیسې وسله واله جگړه روانه ده چې د ملگرو ملتونو په حواله تر اوسه پورې یې له کبله تر ۱۰۰۰۰۰ ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پر دې سربیره د سوریې کورنۍ جگړې همداراز تر دوو میلیونو څخه ډیر سوریایان عراق، اردن، لبنان، ترکیې او مصر ته گډوال کړي دي.

د روان کال د اګست میاشتې په ۲۱ نیټه د دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلو یو برید د دې سبب شو چې امریکا متحده ایالات پر سوریې باندې د یوه «محدود پوځي برید» ګواښونه وکړي. خو بیا وروسته روسیې د دغه برید د ترسره کیدو امکان له خپل وړاندیز سره محدود کړ. د روسیې د وړاندیز له مخې باید د سوریې کیمیاوي وسلې د نړیوالې ټولنې تر کنترول لاندې راشي. دغه وړاندیز سمدستي د سوریې له خوا ومنل شو.

په داسې حال کې چې اسد وایي خپلې کیمیاوي وسلې به له منځه یوسي، یو شمیر نړیوال مشران د هغه دغې ژمنې ته د شک په سترګه ګوري. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د سه شنبې په ورځ پر ملګرو ملتونو باندې غږ وکړ چې تر راتلونکې اوونۍ پورې د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه یوه «الزامي پریکړه» تصویب کړي.

ملګرو ملتونو په سوریې کې د اګست د ۲۱ نیټې د برید په اړه یو رپوټ خپور کړی دی چې په کې د دې خبرې پخلی شوی دی چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي. په دغه رپوټ کې د برید عاملین نه دي مشخص شوي. خو فرانسه، امریکا متحده ایالات او انګلستان ادعا کوي چې د کیمیاوي وسلو دغه برید د اسد د رژیم له خوا ترسره شوی دی. د امریکایي استخباراتي ادارو په حواله په دې برید کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د لومړي وزیر مرستیال ګاردین ورځپاڼې ته ویلي دي چې د اسد رژیم به د جینوا په خبرو اترو کې د سوریې د کړکیچ د حلیدو له پاره خپل وړاندیزونه وکړي: «دمشق به بهرنۍ مداخلې ته د پای ټکې ایښودو، اوربند، او داسې سیاسي بهیر په لاره اوچولو له پاره وړاندیزونه وکړي چې د سوریې د خلکو په ګټه وي.» هغه ټینګار کړی دی چې په دې بهیر کې به بهرنۍ مداخله نه وي او په دیموکراتیک ډول به پر مخ یوړل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب