1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دلیپ، عامر او شاه رخ «ماران» دي»

۱۳۹۴ آذر ۵, پنجشنبه

د هند مهاراشټر، یوه ایالتي وزیر دلیپ کمار، عامر خان او شاه رخ خان له «مار» سره تشبیح کړي دي. د هغه په خبره له دغو فلمي ستورو سره تر اندازې زياته مینه شوې ده، خو ښایي هغوی د دې وړ نه ول.

https://p.dw.com/p/1HCrY
Indien Schauspieler Dilip Kumar Bollywood
انځور: AP

د هند د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې د مهاراشټر ایالتي حکومت چې مشري یې «بهارتیه جنتا پارټي» کوي د چاپیریال ساتنې ایالتي وزیر رام داس عامر خان ته مشوره ورکړې ده، چې که چیري له هند سره مینه نه لري، نو «پاکستان ته تللی شي.» دغه وزیر د هندو بنسټپالي گوند «شیو سینا» سره اړیکه لري. نوموړي ایالتي وزیر عامر خان، شاه رخ خان او دلیپ کمار له مار سره پرتله کړي دي.

د رپوټونو له مخې رام داس دا هم ویلي دي چې پولیس باید په دې تړاو هم پلټنې وکړي چې آیا د عام خان، څرگندونې له ملت دښمني سره خو به اړخ نه لگوي. پر دې سربیره دغه وزیر عامر خان، شاه رخ خان او دلیپ کمار «احسان هیرونکي» بللي دي او له مارانو سره تشبیح کړي دي: «له دلیپ کمار څخه تر شاه رخ خان او بیا عامر خان پوري، ټولو ته موږ ډیره مینه ورکړه، خو د هغوی د څرگندونو څخه داسې احساسیږي چې گنې موږ ټول ماران پالو.»

د عامر خان تر هغه څرگندونو وروسته چې میرمن یې په وطن (هند) کې د مخ پر زیاتیدونکي نه زغم چاپیریال د رامنځ ته کیدو او د خپل ماشوم د سلامتیا له پاره د هیواد پریښودو په هکله نظر څرگند کړی، یو توپاني بحث پیل شوی دی.

د هند د واکمن گوند بي جې پي سره نزدې کړۍ او ډیر فملي شخصیتونه پر عامر خان باندې د دغه نظر د څرگندونو له کبله نیوکې کوي. خو ځینې نورې کړې بیا چې د کانگرس شخصیتونه پکښې هم شته د عامر خان د بیان په باریک بینۍ سره د ارزولو مشوره ورکوي. د کانگرس گوند د مشر راهول گاندهي، تر څنگ د عام آدمي گوند، مشر اروند کیجروال هم د عامر خان ملاتړ کړی دی.

کومو شخصیتونو چې د عامر خان پر څرگندونو نیوکي کړي دي په هغه کې د هند مشهور فلمي ستوری انوپم کهیر، هم شامل دی. فلمي ستوري وویک اوبرای، ویلي دي چې د یوه اداکار په صفت، عامر خان چې کومه وړتیا ښوولې ده هغې ته درناوی لري، خو د ده په نظر هند تر ټولو زغم لرونکی هیواد دی. د هغه په خبره هند داسې یو هیواد دی چې د بیلابیلو مذهبونو او فکرونو خاوندان ژوند کوي، او د دې هیواد په هویت ویاړي.