1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان ته تازه نفسه طالبان راغلي دي»

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې طالبانو په پاکستان کې خپلي مدرسې تړلې دي او افغانستان ته یې خپل ډیر شمیر جنگیالي را استولي دي. د پاکستان په دیني مدرسو کې په زرونو طالبان ديني زده کړي کوي.

https://p.dw.com/p/18ayQ
FILES) This file photo taken on September 26, 2008 shows fighters with Afghanistan's Taliban militia standing on a hillside at Maydan Shahr in Wardak province, west of Kabul. US President Barack Obama on December 1, 2009 warned Afghanistan was not 'lost' but announced a swift 30,000 strong troop surge to 'seize the initiative' and finally end the brutal eight-year war. In a major televised address, Obama placed a major political and military bet that a fast influx of troops could defeat Al-Qaeda, crush a resurgent Taliban and pave a way home for US forces after years of bloodshed. AFP PHOTO / FILES (Photo credit should read STR/AFP/Getty
Afghanistan Taliban Kämpfer Archivbildانځور: STR/AFP/Getty images

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي چې طالبان باور لري چې سږ کال به هغوی بریالي کیږي. طالبانو افغانستان ته د تازه نفسو جنگیالیو په لېږلو سره، رواني جنگ هم پيل کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې طالبانو اعلان کړی دی چې «ناټو په افغانستان کې ماته خوړلې ده، کار ختم دی او تر ۲۰۱۴ کال وروسته بريا د هغوی په برخه ده.»

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف له ویاند سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ د معلومات په اساس ټولې هغه مدرسې چې کولای یې شوای له طالبانو سره د جنگیالیو په برخه کې مرسته وکړي، اوس تړل شوې دي او خپل طالبان یې افغانستان ته د انفجاري او انتحاري بریدونو د ترسره کولو په موخه را استولي دي.»

روان کال د افغانستان له پاره ډیر مهم دی. د همدې کال په دوبي کې به افغان امنیتي ځواکونه د ټول هيواد مسئولیتونه پر غاړه واخلي. او د راتلونکې کال تر پایه پورې به بیا ټول بهرني جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي
د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيميانځور: picture-alliance/dpa

په داسې حال کې چې یو شمیر کارپوهان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندیښنه لري، خو د افغانستان د امنیتي چارواکو په حواله که څه هم اوس له افغانستان څڅه په لسونو زره بهرني سرتیري وتلي دي، خو بیا هم د دغه هیواد په کومه سیمه کې امنیتي خلا نه ده رامنځ ته شوې.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وایي چې طالبان د داسې یوه افغانستان په هیله دې هیواد ته راغلي دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یې کنترول په لاس کې واخلي. هغه وایي: «هغوی داسې فکر کوي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او هغوی به وشي کولای چې په افغانستان کې بدلون راولي.»

د افغانستان چمتوالی

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي افغانانو ته ډاډ ورکوي چې طالبان نه شوي کولای په امنیتي وضعیت کې هیڅ ډول بدلون رامنځ ته کړي.

ښاغلي عظیمي وویل کونړ او د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالي د طالب جنگیالو د راټولېدو دوه مهم ځایونه ول، خو هغوی په دغو سیمو کې هم و نه شو کولای چې د افغان امنیتي ځواکونو له عملیاتو سره دي مقاومت وکړي. عظیمي وویل:

«زه غواړم د افغانستان خلکو ته په ښکاره ډول ووایم چې د دغه هیواد دښمنان په هیڅ صورت په حالاتو کې بدلون نه شي رامنځ ته کولای.»

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جگړې توان نه لري. د هغه په خبره طالبان یوازي د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې کله نا کله د تهاجمې يرغلونو توان لري، چې هغه هم ډیر ژر پر شا تمبول کیږي.