1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: د روغتون ځانمرگی بريد 35 کسانو ته مرگ ژوبله واړوله

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۱, شنبه

د کابل په وزير اکبر خان سيمه کي پروت د سردار داؤد خان روغتون کي چي پکښي د افغان ملي اردو د عسکرو درملنه کيږي، ځانمرگي بريد 6 کسان وژلي او 23 نور يې ژوبل کړي دي.

https://p.dw.com/p/11Kq4
د دفاع وزارت امبولانس
د دفاع وزارت امبولانسانځور: DW

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي د دغه هيواد د پلازمېني په لسمه ناحيه د وزير اکبر خان په سيمه کي په 400 بستريز روغتون کي چاودنه سوېده. وزارت ويلي دي چي يوه ځانمرگي بريد کوؤنکي خپل ځان د روغتون په کانټين کي هغه وخت والوزاوه چي د روغتون پرسونال د غرمې په ډوډۍ بوخت ول.

د راپورونو له مخي دغه چاودنه د 12 بجو وروسته رامنځ ته سوه. د افغانستان طلوع نومي تلويزيوني کانال ويلي ول چي دغه يو ځانمرگی بريد ؤ او دا چي يو بل بريد کوؤنکی لا په روغتون کي دننه دی خو هغه وخت د دفاع وزارت دغه خبرونه رد کړي ول.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر اعظمي د شنبې په ورځ د پيښي وروسته ويلي ول چي پېښه د کابل په مرکزي پوځي روغتون کي په يوه کږدۍ کي رامنځ ته سوېده.

فرانس پرېس خبري آژانس د يوه بهرني پوځي منبعې له خولې ويلي دي چي د روغتون دننه اوس هم د ډزو ږغونه دي. خو تر اوسه د دغې ادعا پخلی ندی سوی.

يوه ډاکټر چي نه يې غوښتل نوم يې څرگند سي و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي يو شمېر ډاکټران او نور کسان په يوه کوټه کي بند کړل سوي دي او د روغتون په نورو برخو کي د بريد کوؤنکو تلاش روان دی.
يوه عيني شاهد محمد حکيم چي و روغتون ته نژدې يې مېوه خرڅوله ويلي دي چي :

« دغه يوه داسي ستره چاودنه وه چي زه پر مځکه ولوېدم. پوليس هغه وخت د چاودنې ځای ته راورسېدل کله چي د چاودنې يو نيم ساعت وخت تېر سوی ؤ.»

د سيمي شاوخوا سړکونه د امنيتي چارواکو لخوا چي پکښي استخباراتي کسان، پوليس او عسکر شامل دي محاصره کړل سوي دي. د فرانس پرېس خبري آژانس خبريال ويلي دي چي داسي يو شمېر کسان يې ليدلي چي غوښتل په روغتون کي تر درملنې لاندي خپلو ناروغانو په هکله معلومات تر لاسه کړي خو پدې کي ناکامه ول.

په عيني حال کي طالبانو د کابل د سردار محمد داؤد خان پر روغتون د بريد پړه په غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چي پدغه بريد کي د دوی دو وسله والو برخه اخيستې ده.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: احمدولي اڅکزی