درې تنه افغان مهاجرين د جنسي تیري په تور په زندان محکوم شول
۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبهدې مسلې د اتریش د ولسمشريزو انتخاباتو په جریان کې هم د مهاجرو په برخه کي د دې هیواد د سیاست په هکله ډیري نانندرۍ راپارولي دي. د تیر کال په اپریل میاشت کې د اتریش د پلازمېنه ویانا په یوه عمومي تشناب کې پر یوې ۲۱ کلني نجلۍ باندي جنسي تیری، په دغه هیواد کې اروپا ته د مهاجرو تر بحران وروسته لومړۍ جدي جنايي جرمي پیښه ګڼل کیږي.
اتریش هم په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د کړکیچ له امله اغیزمن شوی او دې پیښې په دغه هیواد کې ډېر ټولنیز غبرګونونه درلودل. اتریشي رسنیو په ځانګړي توګه د مهاجرت د سیاست ضد رسنیو دغه خبر د اوږدې مودې له پاره په دوامداره توګه خپور کړ.
دغه خبر او دې ته ورته نور خبرونه تل په دې هیواد کې د اسلام ضد، آزادي ګوند یا «اف. پي. او» له خوا چې مهاجرین خپل هیواد او ټولنې ته د خطر په توګه ګڼي، د فشار د آلې په توګه کارول کیږي.
تیرکال د آزادي ګوند نوماند په ولسمشریزو ټاکنو کې خورا ډیري رایې ترلاسه کړې، او د بریالیتوب په صورت کې به هغه په یوه اروپايي هیواد کې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د يوه ښی اړخه او افراطي ګوند له خوا لومړنی ولسمشر وای.
په هر حال تراوسه پورې د جنايي جرمونو شمیرې نه دي خپرې شوي، خو پولیسو ویلي دي چې د مهاجرت کړکیچ له پیل څخه کوچني جنايي جرمونه ډېر شوي خو د وژنې او د جنسي تیري په پیښو کې د پام وړ کوم زیاتوالی نه دی راغلی.
د ویانا ښاري محکمې دوه تنه ۱۸ کلن افغانان په شپږ کاله او یو بل ۱۶کلن افغان بیا په پنځه کاله بند محکوم کړي دي. د محکمې ویاندې وویل چې د یادو درو کسانو د بند موده له دې امله له اوو کلونو څخه نیمايي ته راټیټه شوه چې د جرم د ترسره کولو په وخت کې دوی ۱۸ کلن نه ول. تر اوسه پورې لا معلومه نه ده چې د دې حکم د بیا کتنې له پاره غوښتنه شوې او که نه.
په اتریش کې تراوسه داسي پېښه لکه د ۲۰۱۶م کال په شپه چې د آلمان په کولن ښار کې رامنځ ته شوه. په دغه پېښه کي ډېري نجوني او ښځي جنسي ځورول شوي وې.
نور مطالب: