1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې احتمالي افغان کډوال په اوبو کې ډوب شوي دي

ستار جهش / آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۳, یکشنبه

د یوناني سمندري ځواکونو ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه دري کډوال تر هغه وروسته مړه شوي دي چې کښتۍ یي د یونان لیسبوس ټاپو سره نزدې ډوبه شوې ده. په کښتۍ کې دیر شمیر سپاره کډوال افغانان وو.

https://p.dw.com/p/1Gty4
Fregatte Hessen Seenotrettung Flüchtlinge Mittelmeer
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/Bundeswehr/A. Gottschalk

د ۱۲ په شاوخوا کې نور کډوال لا تر اوسه هم په اوبو کې لادرکه دي. دا پیښه تر هغه وروسته رامنځته شوې ده چې یوه کښتې چې ۶۰ کډوال په کې سپاره ول، د ترکیي او یونان تر منځ اوبو کې ډوبه شوه. ویل شوي دي چې په کښتۍ کې ډیر شمیر سپاره کسان افغانان وو.

د یونان سمندري ځواکونه وایي چې ډیر شمیر هغه کسان چې غواړي د آژې سمندرګې له لارې ځان اروپا ته ورسوي، لامبو نه شي وهلي او ډیر وخت یې بې کیفیته د ژغورنې واسكټونه پر تن وي.

د اروپا د سرحدي «فرنتکس» سازمان د ګزمې یوې کښتي او څرخي الوتکې د یوې ښځې او دوه ماشومانو جسدونه موندلي دي.

د ژغوړنې عملیاتو یوه بل پړاو چې تیره شپه پیل شوی وو او هدف یي د هغه دوه کلن افغان ماشوم پیدا کول وو چې د ترکیي او لیسبوس ټاپو تر منځ ورک شوی وو، تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM د جمعې په ورځ وویل چې د هوا د ورانیدو سره د ترکیي او لیسبوس ټاپو لاره لا هم خطرناکه شوې ده خو له دې سره سره بیا هم تیره اوونې ۴۸ زره کډوالو ځانونه یونان ته رسولی چې ډیر شمیر یي د لیسبوس ټاپو ته رسیدلي دي.

د کډوالو اوسنې کړکیچ تر دویمې نړیوال جکړې وروسته بې سابقه دی او د هغو ۶۰۰ زره کسانو څخه چې ځانونه یي اروپا ته رسولي دي ۳۰۰۰ یي په لاره کې مړه شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب