1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش ډله د سوریې ـ ترکیې له سرحده شړل شوې

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ شهریور ۱۵, دوشنبه

افراطي ډله «اسلامي دولت» یا داعش د سوریې ـ ترکیې له سرحدي سیمې څخه ایستل شوې ده. سوريايي یاغیانو او ترکي عسکرو په شریکه دغه ډله د خپلو وروستیو سنګرونو پرېښودو ته اړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1JvmC
انځور: picture alliance/abaca/E. Ozdemir

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم، سویلي ښار دیارباکیر ته د سفر پر وخت وویل چې د اساس او جرابلس ترمنځ ۹۱ کیلومتره اوږد سرحد په بشپړه توګه خوندي دی. ده زیاته کړه: «ټول ترهګر سازمانونه شړل شوي او له دې ځایه یې بستر ټول شوی دی.»

د دې تر مخه د بشري حقونو د څار سوریايي ټولني له خوا ویل شوي ول چې له داعش سره تماس پرې شوی دی. د ټولنې په حواله ترکي قطعاتو او د «سوریې آزاد پوځ» د صدشور سیند او د سرحدي سیمو ترمنځ د پورته کلیو څخه د داعش جنګیالي شړلي دي. له دې سره د دغه ډلې مستقیمه اکمالاتي لاره له منځه تللې.

د اکمالاتي لارو له منځه تلل

امریکا متحدو ایالاتو د جمعې ورځې د معلوماتو پر اساس د سوریې په شمال کې په دې وروستیو کې د سرحد په اوږدو کې یوازې ۲۵ کیلومتره سیمه د داعش په ولکه کې وه.

د اګست مياشتي په پای کې جرابلس ته تر ننوتو وروسته ۲۰ ترکي ټانکونه د حلب په شمال کې د یاغیانو د ملاتړ په موخه د سوریې خاورې ته داخل شول. د ترکیې هوايي ځواک د یکشنبې په شپه هم پر دغه سیمه بریدونه وکړل.

د سوریې په شمال کې بیلا بیلې یاغي ډلې د داعش پر ضد جګړه کوي. ترکيه او د امریکا په مشرتوب پوځي ائتلاف د هغوی هوايي ملاتړ کوي. خو ترکان د کورد ولس ساتونکي ځواک (YPG) څخه ملاتړ نه کوي بلکې د «فرات د ډال» په نوم عملیاتو له لارې یې چې د اګست پر ۲۴ نیټه یې پیل کړي دي، پر وړاندي جګړه کوي. د ترکیې حکومت غواړي ددې مخه ونیسي چې کوردان د سرحد جنوب ته پرتي سیمې سره یوځای کړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په چین کې د شل صنعتي هیوادونو په غونډه کې پر دې ټینګار وکړ چې ترکیه به پر خپله جنوبي پوله «د ترهګرۍ ـ دهلیز» ته اجازه ور نه کړي.

خو له څو ورځو راهیسې د ترکیې او کردانو ترمنځ عملاً اوربند عملي دی. کردي ملیشې د داعش پر ضد جګړه کې ډير بریالي دي او د دوو کالو په موده کې يې له دوی ډیري سیمي بیرته نیولي دي. داعش په اصطلاح د خلافت پر نورو جبهو هم تر سخت فشار لاندي دی.

د حلب ختیځه برخه بیا کلابنده ده

د سنا د دولتي خبري آژانس په حواله په دې منځ کې د سوریې حکومتي ځواکونو په حلب کې یوه پوځي اکادمي نیولې ده. په دې توګه د حلب ښار درې سره پوځي اکادمۍ د اسد ځواکونو په ولکه کې دي. د بشري حقونو د څار سوریايي ټولنې ویلي دي چې د حلب د یاغیانو تر ولکې لاندې برخه یو ځلي بیا بشپړه کلابنده ده. د حلب په ختیځه برخه کې کابو ۲۵۰ زره انسانان پاتې دي.

د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال د یاغیانو له دغه سیمې څخه په ورکړل شوي رپوټ کې د درنو بمباریو خبر ورکړی. حلب ښار چې د سوریې یو ستر اقتصادي ښار وو له ۲۰۱۲م کال راهیسې یې ختیځه برخه د یاغیانو او لویدیځه د حکومتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده. د سوریې او روسیې هوايي ځواک په بیا بیا د استوګنې پر دې سیمو بریدونه ترسره کوي.

د اوربند امکان نه ترسترګو کیږي

په سوریه کې د اوربند د رامنځته کولو په لړ کې امریکا متحد ایالات او روسیه تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي. په چین کې د «جي شل» په څنډه کې یوه لوړپوړي امریکايي استازي ویل: «روسیې ځينې هغه ټکې بیا راخیستي چې فکر مو کاو پرې توافق ته رسیدلي یو.»

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د هغه روسی سیال سرګې لاوروف به نن دوشنبه د چین په هانګزو کې سره وګوري. د دې تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي ول چې د اوربند تړون به ډیر ژر رامنځته شي.

دا به هم درته جالب وي