1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش په ننګرهار کې سخت ظلمونه پيل کړي»

۱۳۹۴ شهریور ۱۹, پنجشنبه

افراطي ډلي «اسلامي دولت» په دې وروستیو کې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې سخت ظلم پيل کړي. هغوی د یو شمېر عامو خلکو کورونو ته اور اچولی او د افغاني او اسلامي کلتور خلاف کړني کوي.

https://p.dw.com/p/1GTzL
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په پارلمان کې د ختیځو ولایتونو استازي له دې نادودې سخت شکایت کوي او له حکومت څخه په کلکه غواړي چې د دغي ډلي پر ړواندې جدي اقدامات وکړي.

په دې وروستیو کې داسې وېډیوګاني خپرې شوي دي چې داعش د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د عامو خلکو کورونو ته اور اچوي او خلک په پټه له غرنیو لارو ځان باسي.

داعش ترورستي ډله دا مهال د ننګرهار په درو ولسوالیو کې شتون لري چې له وسله والو طالبان سره یې هم خونړۍ جګړې کړي دي. وسله وال طالبان د داعش د هغو کړنو مخنوی کوي چې د ټولني له کلتور او مقدساتو سره په ټکر کې دي.

په دې وروستیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې داعش په ځینو سیمو کې له کورونو څخه نجوني باسي او د وینځو په توګه یې له ځان سره ګرځوي. چې دې کړنې د داعش پر وړاندې د خلکو احساسات راپارولي دي.

د ختیځو ولایتونو یو شمر قومي مشرانو او استازو د یوې غونډې پر مهال ویلي دي؛ که یې دولت ننګه ونه کړي هغوی به خپله توپک په لاس جګړې ته راووځي.

خو له بلې خوا کارپوهان وايي عام خلک ځکه د داعش پر وړاندي اقدام کولای نه شي چې اوس وسلي نه لر، او کومي وسلې چې د جهاد له دورې څخه ورپاته شوې وې، هغه یې د ډایاک پروګرام ته سپارلې دي.

د مشرانو جرګې مشر او د ننګرهار ولایت استازي فضل هادي مسلمیار د چهار شنبې په ورځ د شهید د ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې داعش په ننګرهار کې په پراخو ظلمونو لاس پوري کړی دی.

هغه وویل اوس خلک خپلي خوشالۍ هم نه شي لمانځلای او که کوم چا د زوی د پیدایښت او واده په خوشالیو کې ډزي وکړې د داعش کسان ورځي او خلکو ته د ظلم نهايي مجازات ورکوي.

مسلمیار وویل که د داعش په سیمو کې څوک د زوی د پیدایښت په خوشالۍ کې ډزي وکړي ماشوم، مور او پلار یې درې سره د داعش له خوا وژل کیږي.

هغه وویل« له یوې خوا یو خبیث او لعنتي داعش راځي ماشوم اخلي او له بلي خوا بل داعش راځي ماشوم د مور او پلار په مخ کې دوې ټوټې کوي. پلار یې د پیکا په ډزو د کورنۍ په مخ کې وژل کیږي. د حکومت مسئولیت څه دی؟ تاسو دلته ناست یاست او وایې چې امنیت دی او خیر او خیریت دی

په ننګرهار کې د داعش کړنې د ظلم او بربریت ورستی حد ښيي او هغوی داسي ظلم کوي چې تر اوسه یې په نړۍ کې ساری نه لیدل کېده. شا او خوا میاشت وړاندې هم داعش پلوو د طالبانو یو شمېر غړي په ماینونو والوزول.

ورته مهال د سه شنبې په ورځ په مشرانو جرګه کې د لغمان ولایت استازي میر حاتم تره خیل هم د داعش له ظلمونو شکایت وکړ. هغه وویل لغمان او ننګرهار دواړه هغه ولایتونه دي چې داعش له ماشومانو تر سپینږیرو ټول کسان پکې ځوروي.

حاتم وویل د شنیوارو شمله چې د ټولو افغانانو د ویاړ او عزت نښانه ده په دې ورځو کې له خاورو سره یو‌ځای شوې.

تره خېل زیاته کړه چې په ختیځو ولایتونو کې جګړه د طالبانو او داعش تر منځ نه، بلکي د داعش د ظلم پر وړاندې عامو خلکو وسله راخستې، چې اوس د طالبانو نوم ورکړل شوی.

داعش د روان کال په پسرلي کې را برسېره او په دریو ولایتونو فراه، زابل او ننګرهار کې یې فعالیت پیل کړ. چې هممهال له وسله والو طالبانو سره هم په جګړو کې ښکېل شول.

په اسې حال کې چې داعش وسله وال طالبان د پاکستان د استخباراتو مزدوران بللي طالبان یې هم پر وړاندي کلک ولاړ دي او وخت ناوخت یې تر منځ نښتې رامنځته کیږي.

د افغانستان ملي امنیت، کورنیو او دفاع وزارتونو د داعش پر وړاندي یو ځانګړی ځواک جوړ کړی چې په ځینو برخو کې یې لاسته راوړنې هم درلودلې خو په ټوله کې تر اوسه نه دي توانېدلي چې په ننګرهار کې د داعش رېښې وباسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب