1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په لسهاؤ زره سپین پاسپورتونه لوټ کړي دي

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۹, یکشنبه

د «ولټ ام زونټاگ» آلمانۍ ورځپاڼې په حواله اټکل کیږي چې په لسهاؤ زره اصلي پاسپورتونه د داعش ډلې لاسو ته ولیدلي دي. د اروپایې سرحدونو د ساتنې آژانس (فرونټیکس) له جعلي پاسپورتونو څخه د استفادې خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1HQdQ
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Malla

د سوریې، عراق او لیبیا په ډیر شمیر ښارونو کې یو شمیر دولتي ادارې «اسلامي دولت» ډلې تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي. د ولټ ام زونټاگ ورځپاڼې د لویدیځو استخباراتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې «اسلامي دولت» ډلې د سپینو یا خالي پاسپورتونو تر څنگ د دغو اسنادو د چاپ ماشینونه هم لوټ کړي دي.

ورځپاڼه وړاندی لیکي چې په دې توگه «اسلامي دولت» یو چټک تجارت په لاره اچولی دی چې له دې لارې پيسې هم ترلاسه کوي. دا ډول اصلي، خو غلت پاسپورتونه سړی کولی شي په تور بازار کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ امریکایې ډالرو پورې ترلاسه کړي.

نوی امنیتي خطر

امنیتي ادارې اندیښنه لري چې جهادیان له دغو پاسپورتونو څخه په استفادې سره د ترهگریزو بریدونو په موخه د کډوالو په نامه ترهگر اروپا ته را واستوي. د اروپایې سرحدونو د ساتنې ادارې (فرونټیکس) مشره فابریسیا لیگیري، په دې اړه وویل: «د انسانانو یوه لویه څپه چې په اوس وخت کې بې له کنترول څخه اروپا داخلیږي، طبیعي ده چې امنیتي خطر را ولاړوي.»

د فرونټیکس مامورین په دقیق ډول کنترولوي چې یو څوک له غلط یا غلا شوي پاسپورت سره سفر ونه کړي: «سربیره پر دې زمونږ له نظره د کډوالو د پاسپورتونو اعتبار ډیر محدود دی.»

لیگیري زیاته کړه : «په داسې یو هیواد کې چې په کورنۍ جگړه کې ښکیل دی هیڅ څوک کړنټي نه شي کولی چې دغه اسناد اصلي دي او یا هم د یو رسمي چارواکي له خوا ورکړل شوي دي. او یا هم په رښتیا سره د یوه واقعي مسئول له خوا اجرا شوی دی.»

د پاسپورت د شمیرو له مخې وړاندی شوې لست

د نوامبر میاشتې د ۱۳ نیټې د پيښې لږ تر لږه دوه تنه عاملین له سوریایې پاسپورت سره د اوکتوبر میاشتې په پیل کې د یونان له لارې اروپایې اتحادیې ته داخل شوي وو.

ویل کیږي چې دغو ترهگرو به له هغو پاسپورتونو څخه کار اخیستی وي چې«اسلامي دولت» ډلې د سوریې په «رقعه» سیمه کې غلا کړي ول. پولیسو په دې وروستیو کې د اطریش په زالسبورگ، کې د کډوالو په یو کمپ کې دوه شکمن کسان نیولي دي. ویل کیږي چې دغه دواړه کسان د سوریې د«راکه» له پاسپورتونو سره اروپا ته راغلي دي.

د « ولټ ام زونټاگ» د معلوماتو له مخې په تازگۍ سره یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې آلماني چارواکو ته د هغو پاسپورتونو د مسلسل نمرونو یو لست سپارلی دی چې د سوریې له راکه سیمې څخه غلا شوې ول. دغه معلومات د شینگن هیوادونو په معلوماتي سیستم کې ثبت شوي دي. په دې توگه به په راتلونکي کې د نورو ترهگریزو بریدونو مخه ونیول شي.