1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش په افغانستان د خپل حضور د پراختيا تلاښ کوي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۸, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزارت ويلي دي چي په افغانستان کي د «اسلامي دولت» يا داعش حضور «په لومړۍ اکتشافي مرحله» کي دئ. پنتاگون په خپل راپور کي ويلي دي، داعش به په راتلونکي کال کي په افغانستان کي د خپل حضور پراختيا ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Fj5I
انځور: picture-alliance/abaca

که څه هم تر اوسه داعش په رسمي توگه په خپله په افغانستان کي خپل حضور تائيد کړی نه دئ، خو په دغه هيواد کي د دغي ډلي د فعاليت په اړه ډېره ويره موجوده ده. او تر دې دمخه د افغانستان په ځينو ولايتونو کي د داعش تر بيرغ لاندي د فعاليتونو خبرونه ورکړل سوي دي.

د پنتاگون په راپور کي راغلي دي، داعش ډله چي په عراق او سوريې کي ئې ډيري سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي، په افغانستان کي احتمالي فعاليتونو ته تياری نيسي.

د امريکا د دفاع وزارت له خوا د دغه هيواد کانگرس ته په وړاندي سوي رپوټ کي راغلي دي چي طالبان هم د داعش فعاليتونه څاري: «په راتلونکي کال کي کيدای سي د عراق او سوريې تروريستي ډله اسلامي دولت، په افغانستان کي خپل حضور پراخ کړي او په دې سره له پاتو وسله والو ډلو لکه طالبانو سره سيالي وکړ.»

د امريکا د دفاع وزارت په افغانستان کي د داعش د جلب و جذب لږو شواهدو ته په اشارې سره ويلي دي: «ټول د دغه گواښ د پراختيا د مخنيوي له پاره يو له بل سره همکاري کوي.»

طالبانو هم څو ورځي دمخه په يوه ليک کي د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته په افغانستان کي له فعاليت څخه خبردای ورکړی وو. په دغه ليک کي ويل سوي ول چي «د امريکا او متحدانو پر ضد جهاد» بايد په افغانستان کي «تر يوه بيرغ» لاندي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب