1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش د لاس ویګاس برید د ترسره کولو ادعا وکړه

۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبه

د اسلامي دولت ډلې د لاس ویګاس برید پړه پر غاړه واخیسته. دې ډلې ادعا کړې چې برید کوونکی یې «یو سرتیری» وو چې «څو میاشتې وړاندې یې اسلام منلی وو». داعش ډیر وخت د داسې بریدونو پړه مني چې نه یې وي ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/2l7Fs
Las Vegas Schießerei
انځور: Getty Images/D.Becker

د اسلامي دولت ترهګړې ډلې د دوشنبې په ورځ په لاس ویګاس کې د ډزو د برید پړه پر غاړه واخیسته. دې ډلې پر خپلې انترنتي پاڼه لیکلي دي چې د لاس ویګاس بریدګر یې «یو سرتیری وو». د اسلامي دولت یا داعش ډلې زیاته کړې ده چې دغه برید د داعش د جنګیالیو پر ضد د پوځي عملیاتو په ځواب کې ترسره شوی دی.

داعش د خپلې ادعا د اثبات له پاره کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی. دغه ډله ډیر وخت د داسې بریدونو پړه پر غاړه اخلي چې په اصل کې د نورو ډلو او یا هم انفرادي وګړو له خوا ترسره شوی وي.

د لاس انجلس په پیښه کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوی او په سلهاو تنه نور بیا ټپیان دي. پولیسو ویلي دي چې پخپله برید کوونکی هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی.

هغه د یوه کنسرت پر مهال د یوه هوټل د یوې خونې له کړکۍ څخه له خپلې اتوماتې وسلې سره د کنسرت پر لیدونکو باندې ډزې وکړې او لوړه مرکژوبله یې رامنځ ته کړه. پولیس وایي چې تر اوسه پورې د برید کوونکي د انګیزې په اړه معلومات په لاس کې نه لري.

AFP/ms