1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د سوريې لرغونی ښار «پالميرا» ونيو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

له لرغوني ښار پالميرا څخه د حکومتي ځواک تر پرشا کېدو وروسته دغه ښار د اسلامي دولت ډلي لاس ته ورغلی دئ. ځيني تاريخي آثار له ښاره ايستل سوي دي، خو بيره د دې ده چي موزيمونه او لرغوني سيمي ړنگي نه سي.

https://p.dw.com/p/1FTTv
انځور: picture-alliance/dpa

تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د سوريې په مرکزي سيمه کي د لرغوني ښار پالميرا کنترول په بشپړه توگه په خپل لاس کي اخيستی دی.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي په پالميرا ښار کي د سوريې د پوځ او اسلامي دولت ډلي جنگياليو ترمنځ تر سخت جنگ وروسته حکومتي ځواکونه پرشا سول. ويل کيږي چي ملکي وگړي هم له ښار تښتېدلي دي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» يوه قوماندان په انتر نيت کي داسي يوه ويديو خپره کړې ده چي وايي د دغه ښار کنترول اوس د دوی په لاس کي دئ. هغه ويلي دي چي هغه روغتون ئې هم نيولی دئ، چي د سوريې حکومتي ځواکونو خپل د قوماندې مرکز گرځولی وو.

د سوريې د بشري حقونو د څارني ادارې، چي د دغه هيواد د روانو حالاتو په اړه هر وخت کره معلومات ورکوي هم په يوه خبري غونډه کي ويلي دي چي پالميرا ښار د داعش لاس ته ورغلی دئ.

د سوريې دولتي تلويزيون هم ويلي دي، وروسته له هغه چي د داعش جنگيالي د شمال له خوا ښار ته ننوتل، دولتي ځواکونو ښار له وگړو خالي کړ.

د «اسلامي دولت» ډلي جنگياليو په تيرو اونيو کي پالميرا ښار ته نژدې د تدمر ښار ځيني لرغوني برخي ويجاړي کړې. تر دې وروسته د سوريې حکومتي ځواک د پالميرا ښار مجسمې او تاريخي آثار راټول او يوه خوندي ځای ته ئې ولېږدول.

داعش تر دې دمخه په عراق کي څو لرغوني سيمي ويجاړي او د موصل ښار د موزيم په گډون ئې ډيري مجسمې ټوټه ټوټه کړې.

د پالميرا ښار لرغونتوب اولي او دوهمي مېلادي پېړۍ ته رسيږي او په دغه وخت کي د نړۍ يو له مهمي فرهنگي مرکزونو څخه شمېرل کېدی. ويل کيږي چي د دغه ښار واکمنان له ساسانيانو سره په جنگ کي ښکېل ول.

د پالميرا ښار نه يوازي لرغونی، بلکي ستراتيژيک اهميت هم لري. د دغه ښار نيول د داعش له پاره ستره پوځي بريا گڼل کيږي. دغه ښار د گازو زېرمو ته چي د دمشق په اطرافو کي دي ډېر نژدې دئ.

اوس اندېښنه دا ده چي کيدای سي داعش د دمشق پر لور پرمختگ وکړي او د سوريې د گازو اصلي زيرمي هم تر خپل کنترول لاندي راولي.