1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د خپل قوماندان عمر الشیشاني وژل تائید کړي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۲۴, پنجشنبه

عمر الشیشاني، د داعش د دفاع وزیر په توگه یادیده. اوس داعش دا خبره تائید کړې ده چې هغه وژل شوی دی. خو د داعش او امریکا متحدو ایالاتو له خوا د هغه د وژل کیدو د څرنگوالي په هکله رپوټونه توپیر سره لري.

https://p.dw.com/p/1JOnN
Irak Syrien Omar al-Shishani IS
انځور: Getty Images/AFP

ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د خپل لوی قوماندان عمر الشیشاني وژل منلي دي. د داعش خبري آژانس اعماق، د رپوټ له مخې الشیشاني د اردو د واحدونو پر وړاندي د موصل ښار څخه د دفاع پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل شوي دي چې الشیشاني شرکات نومې سیمې ته څیرمه وژل شوی دی. خو دغه خبري آژانس د هغه د وژل کیدو کومه نېټه نه ده ښوولې. د عراق موصل ښار د نوموړي افراطي ډلې په لاس کې دی، خو عراقي امنیتي ځواکونه له میاشتو راهیسې د دغه ښار د بیرته نیولو په هڅه کې دي.

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت چې د الشیشاني د وژلو پر سر یې د پنځه میليونه ډالرو انعام ایښی وو، په مارچ میاشتې کې د هغه د وژل کیدو خبر ورکړی وو. ویل شوي وو چې د متحدو ایالاتو جنگي او بې پیلوټه الوتکو د سوریې په شمال ختیځ کې د الشدادي سیمې ته څیرمه د هغه د اوسیدو شکمن ځای بمبار کړی دی.

د واشنگټن د حکومتي کړیو له قوله ویل شوي وو چې په دغه برید کې احتمالا د داعش دغه قوماندان له خپلو نورو ۱۲ جنگیالیو سره وژل شوی دی. دغه سیمه چې یو وخت د داعش پوخ سنگر گڼل کیده د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې د «اسلامي دولت» ضد ائتلاف متحدینو چې د سوریې دیموکراتیک ځواک نومیږي لاس ته ورغلې ده.

د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پېنتاگون د «اسلامي دولت» ډلې په لیکو کې د الشیشاني رتبه د دفاع وزیر د معادل په توگه درجه بندي کړې وه.

الشیشاني چې د خپلې سرې گیرې له پاره مشهوره وو، په گرجستان کې زیږیدلی وو او د هغه عربي نوم د «چیچني» معنی لري. د دغه گرجستاني اصلي نوم ترخان باتیراشویلي Tarchan Batiraschwili وو. په قفقاز جمهوریت کې هغه د چیچني یاغیانو تر څنگ د روسیې د پوځ پر ضد جنگیده او بیا وروسته د گرجستان د اردو په لیکو کې شامل شو.

تر هغه وروسته الشیشاني، د سوریې په شمال کې د بهرنیو جنگیالیو د ډلي مشر شو او ډیر ژر د داعش نومې ډلې په مهم قوماندان واوښت. د امریکايي مقاماتو په وینا د هغې تر قوماندې لاندې په زرونو بهرني جنگیالي ول. پر دې سربیره متحد ایالات داسې اټکل کوي چې دغه تندلاري رقه ته څیرمه یو زندان تر څارني لاندې لاره، چې پکښې احتمالا بهرني برمته شوي کسان ساتل کیدل.

داعش په عراق او سوریه کې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي او په دغه ځای کې یې په خپل سر «اسلامي خلافت» اعلان کړی دی.

امریکا متحدو ایالاتو د ۲۰۱۴م کال له دوبي راهیسې له خپلو متحدینو سره یو ځای د دغې ډلې پر مورچلو بمباري کوي. د دغې ډلې پر ضد ځمکنۍ جگړه د عراق اردو او کردي ملیشي پر مخ وړي او همداشان د بشارالاسد پر ضد ځمکنۍ جگړه د سوریې منځلاری اپوزیسیون پر مخی بیایي چې د متحدو ایالاتو ملاتړ له ځانه سره لري.