1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش تر ۱۵۰۰ ډیر ښوونځي ویجاړ کړي

۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د عراق پر انبار ولايت د يرغل پرمهال تر ۱۵۰۰ ډیر ښوونځي ویجاړ کړي دي. د یوه چارواکي په خبره د دغو ښوونځیو د بیا رغولو له پاره دوه نیمو کلونو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/1G9Rj
انځور: Getty Images/AFP

د عراق یوه دولتي ویاند د فرانسي خبري آژانس سره په خبرو کې ښوونځیو ته رسېدلي زیانونه «شدید» بللي دي.

هغه زیاته کړې ده چې د دغو ښوونځيو ډیري یې د اسلامي دولت «د جنایت کارانو له خوا په مستقیم ډول تخریب شوي دي».

د دغه عراقي چارواکي په حواله ځيني ښوونځي بیا د اسلامي دولت جنګیالیو له خوا د سنګرونو په توګه کارول شوي دي او له دې کبله ورته سخت زیان رسېدلی دی.

ځیني نور ښوونځي بیا ځکه ویجاړ شوي دي چې د انبار ولایت په جګړه کې د ښکیلو اړخونو د نښتو په سیمه کې ول.

د دغې عراقي چارواکي په خبره د ویجاړو شویو ښوونځيو د بیا رغونې له پاره لږ تر لږه دوه نیم کاله وخت او ډیرو پیسو ته اړتیا شته.

د انبا ښار د ۲۰۱۴م کال له پیل راهیسې د اسلامي دولت او عراقي ځواکونو تر منځ د جګړې میدان وو. په تیر دوبي کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب د اسلامي دولت ضد ایتلاف په همدې ښار کې د داعش پر جنگيالیو هوایي بريدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمیرو په حواله ۷۰ سلنه هغه عراقیان د جګړو له کبله بیځایه شوي دي اوس زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب